اطلاعات روز: د بلخ – جوزجان پر لويه لار د یوې ترافيکي پېښې له کبله څلور تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال کفايت الله متوکل وايي، چې دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۱۹ د سلواغې) د دې ولسوالۍ په «ګورجيګک» سيمه کې شوې ده.
د ده په وينا، يوه مسافر وړونکي «سراچه» ډوله موټر له يوه بار وړونکي «هينو» موټر سره ټکر کړی چې له کبله يې څلور نارينه مړه شوي دي.
متوکل وايي، چې د دې پېښې ژوبل کسان د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړي د ژوبلو کسانو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي.
د دې پېښې دليل بې احتياطي او د ږلۍ ورښت ياد شوي دي.
تر قانوني حد چټک تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعت او د لويو لارو خرابوالی په هيواد کې د ترافيکي پېښو لاملونه ګڼل کېږي.
