اطلاعات روز: فارياب کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې يوې ښځې ځان ځړولو سره خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.
د سرچينې په وينا، دې ښځې تېر ماښام (سېشنبه، ۱۸ د سلواغې) د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په «دهنو» کلي کې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.
د دې ځوانې ښځې د ځان وژنې انګيزه تر اوسه معلومه نه ده.
په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شمس الله محمدي دغه ځان وژنه تاييدوي او په اړه يې د څېړنو خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په هيواد کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.
کورنی تاوتريخوالی او د بد اقتصادي وضعيت له امله روحي فشار په هيواد کې د ځان وژنې عوامل ګڼل کېږي.
