د غيرت په شور کې خاموش غږ (۴)؛ د يوه بې جوړې ظرفيت ضياع

شمشاد زلمی

انځور: خواله رسنۍ

موږ په خپله ټولنه کې د ګڼو نورو نيمګړو او نيوکې وړ چارو تر څنګ، د خپلې ټولنې ډېر ناياب استعدادونه او ظرفيتونه هم وژنو. ښايي ځينې وختونه جنسيت ته له پام پرته د ظرفيت وژنه او ضياع وشي، مګر په عمومي کچه د دې هيواد او زموږ ټولنې ښځينه ظرفيت په ډېره بې‌رحمانه توګه ضايع او قتلېږي. د ښځو لپاره چې موږ د خپلو ذهني محدوديتونو پر اساس کوم ټولنيز سرحدونه ټاکلي دي، د هغو د پيروي او پلي کولو له مخې زموږ او ستاسو په منځ کې د نجونو او ښځو ډېری داسط وړتياوې خاورې کېږي چې که خپلې طبيعي ودې ته پرېښودل شي، نه يوازط په خپل ژوند بلکې د کورنۍ او ټولنې په ژوند کې انقلاب راوستلای شي.

همداسې يو استعداد زما د سترګو په وړاندې ضايع شو، زه به ښايي زما د ژوند دا بې چاره ګي هيڅ وخت هېره نه کړم چې د دې استعداد په ژغورنه کې ما هيڅ هم ونه شوای کولای. دا ښايي په خپله زما لپاره په وروسته ژوند کې د ملامتۍ يو بد احساس وي. خو له دې سره – سره چې دا ګل زما په وړاندې را وټوکېد او وسپړېد ما يې توان ليد، خو ما زما لاسونه او توان هم يوې بې وسۍ تړلي و او ما يوازې دومره کولای شوای چې پر دې ظرفيت برملا اعتراف وکړم او ووايم چې مه کوئ، تاسو يو ځانګړی او د نايابې خوشبويي ګل قتلوئ او د خپلې ټولنې او خپل ژوند د پرمختګ مخنيوی په خپلو بدمرغو لاسونو کوئ.

دا نجلۍ له وړکتوبه هوښياره او څالاکه وه، د خپل ښه جرأت له امله يې هر ځای او پر هر چا ځانګړی اغېز کړی و. هر ځای ته تر تلو وروسته به يادېدله چې واو دا څومره تکړه نجلۍ ده، دا به څه يو راتلونکی ولري. دا يوازې د ټولنيزو مجلسونو اعتراف نه و، کله چې به ټولګي ته تلله، استاد به يې په ستاينو نه مړېده او ورسره ټولګيوال خو به دې ته د خپلو ډېرو کمزورو شاګردانو په څېر ښکارېدل. په هر مکتب او هره مدرسه کې استادانو او ادارې ورته ځانګړی احترام درلود او د دې د بې مثاله وړتيا له امله يې د پلار هم په هره اداره کې ډېر درناوی کېده. خو پلار يې د دې د راتلونکي په اړه هيڅ لرليد نه درلود، کله به يې يو ځای مکتب ته لېږله، کله بل ځای، کله به په مدرسه کې وه، کله به کور وه. خو له دې ټولو بې نظميو سره – سره، دا په هيڅ مضمون کې شاته نه وه او تر ټولو لومړۍ وه. که څه هم په کومو مدرسو کې چې دې درس ووايه، هلته يې غذا خرابه وه او د مدرسې خيرن چاپېريال پرې ډېر بد اغېز کړی و، خو د زده کړې په اړه د دې ژمنتيا او وړتيا دې ته د مدرسې پر ټولو درسونو بې جوړې لاسبری ورکړې و. خو پلار يې بيا پرېکړه وکړه چې دا مدرسه د نجلۍ لپاره مناسبه نه ده، ترې ويې ايستله. د مدرسې اداره د دې نجلۍ له وړتيا دومره اغېزمنه وه چې د مدرسې مسوولين يې پلار ته په مرکه ورغلل او ورته ويې ويل چې مه کوه، دا نجلۍ درس ته پرېږده خو پلار يې ونه منله.

نجلۍ يو څه غټه شوه، وړتيا يې هم ورسره زياته شوه او اوس نو نه يوازې دا چې په خپلو درسونو کې نوره هم وړاندې وه، توانيدلې وه چې په ډېر کم عمر کې په څو ژبو ډېره فصيحه وغږېږي. د څو ژبو د زده کړو له امله يې د بېلابېلو ژبو په ټولنو کې ګڼې ملګرې درلودې. زه چې به يې هر وخت کور ته ورغلم، ماته به يې ويل چې نن مې له فلاني ځايه ملګرې راغلې ده، ابله ورځ فلانۍ هم راغلې وه. زه به حيران وم چې دا نجلۍ په دومره کم عمر کې څرنګه خپل ذهن او خوله پر دومره ژبو برلاسې ساتې؟ وړتيا او استعداد ته به يې حيران وم، خو راتلونکې ته به يې اندېښمن هم، زما زړه راته ويل چې د دې ګل غوړېدل، د دې ټولنې په ورسته پاتې دودونو او فکرونو کې محال دي.

زما انديښنې بې ځايه نه وې، د نجلۍ پلار لکه څرنګه چې دا روانو او منظمو زده کړو ته نه پرېښودله په خپل کار کې هم همداسې ټکنی و، کله به يو ځای او کله به بل ځای و. کله چې به پيسې ور خلاصې شوې، ځينې شتمن ملګري يې درلودل هغو ته به يې لاس ونيو او هغو به ورته يو څه قرض پيسې ورکړې او ده به پرې څو مياشتې کور او ځان چلاوه. د دې پور کيسه اخر درنه شوه او داسې وخت را ورسېد چې کله يې ورسره ملګرو حساب وکړ نو دی يې په دې لږ لږ پيسو کې شل لکه کالدارې پوروړی شوی و، خو ده د دې پور د اداينې لپاره يوه اتانۍ نه درلوده. د ده د ملګرو او د ده په اند د دې ستونزې يوازينی حل دا و چې يو بل انسان د دوی تر منځ له خپلو ټولو هيلو، ارمانونو، استعدادونو او ظرفيتونو سره قرباني شي. همداسې وشول او يوه ورځ يې دا نجلۍ د شل لکو په پور کې په کم عمر پر دويمه ښځه تر دې ډېر مشر سړي ته ورکړه. په دې توګه يو بې جوړې استعداد د پلار د پورونو او د يوه شتمن د هوس قرباني شو.

زما په هغه ورځ د دې نجلۍ چيغې نه هيرېږي، هرې کريږې يې زړونه لړزول او ډبرې يې ويلې کولې خو زه نه پوهېږم چې د دې د پلار او د هغه د شتمن ملګري په سينو کې زړونه و او که نه، چې نه پرې د نجلۍ اوښکو، نه د هغې کرېږو تاثير کاوه او نه يې هم دې ته کتل چې ولې د يوې نجلۍ ټول ژوند د پلار په پورونو کې قرباني شي او ولې بايد دی، د دې له پلار څخه د پيسو اخيستلو پر ځای د هغه لور وغواړي؟ ايا په پور کې د لور او يا انسان غوښتل بشري عمل دی؟

ما ليدل چې د دې ستر جنايت کوونکو دواړو ځانونه ډېر دينداراه ښودل، هر وخت به يې هڅه کوله چې جماعت ته ولاړ شي، خپل زامن يې هم مدرسو ته د درسونو لپاره لېږل چې دين زده کړي او ان دې شتمن کس خو په خپل کور کې سختدريځي ديني امور پلي کول مګر بل پلو يې په ټولنيز ژوند کې خلکو ته حسابونه او پورونه په داسې بڼه  ورکول چې هغوی استحصال کړي او تر استحصال وروسته به يې له خلکو د پيسو پر ځای لوڼې بوولې، پر يوې ښځې به يې بله کوله او پر بلې بله. په همدا ډول نکاحو او د کوژدو په مراسمو کې به د کلي مشران، سپين ږيري، ملا او قاريان او نورې ګڼې ټولنيزې اغېز لرونکې څيرې حاضرې وې، خو هيچا په کيسه له ټول پوهاوي سره – سره دا اعتراض نه کاوه چې ته د لومړي واده په شتون کې ولې دويم واده کوې؟ ولې يوه داسې نجلۍ غواړې چې په عمر کې تر تا ډېره کمه ده؟ او ولې د هغې د پلار په پور کې دا نجلۍ بيايې؟ په داسې حال کې چې هغه خو په هيڅ نه ده خبره او نه په دې ټوله کيسه راضي ده. چيغې او کريږې يې ټول اوري، هغه د رضايت او خوښۍ خبرې چې هره ورځ له منبره کېږي او په دا ډول چارو کې ضروري ګڼل کېږي، هغه وعظونه چيرته دي؟ ولې دې خلکو ته د يوې خبرې د کولو جرأت او احساس نه ورکوي؟ ايا له رضا پرته واده او نکاح جبر زنا نه ده؟

خو د دې ټولو واقعي پوښتنو په وړاندې د ټولنې هره طبقه خاموشه ده، مګر هغه وخت شور جوړوي چې نجونې له همداسې برخليک څخه د ځان ژغورنې په موخه ښوونځي ته ځي، پوهنتون ته ځي او کار ته ځي چې بيا د پلار په پورونو کې خرڅه نشي. دا وخت چې د دوی خواهشات ګواښل کېږي، د دوی خولې هم پرانستل کېږي او شور جوړوي چې فرهنګ يې تر تهديد او يرغل لاندې دی. هو، په رښتيا هم د نجونو په زده کړه او کار کې د نارينه وو له خوا د ښځو د استحصال فرهنګ ګواښل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه