ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شمیر تر ۷۹۰۰ واوښت

انځور: REUTERS/Umit Bektas

اطلاعات روز: په سویلي ترکيه او سوريه کې د ويجاړوونکې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۷۹۰۰ لوړ شوی دی. په يوه سخت ژمي کې ژغورونکي تر ويجاړو شويو ودانيو لاندې د ژغورنې لپاره کم وخت لري.

داسې ښکاري چې د زلزلې له امله تلفات زيات دي. د ملګرو ملتونو يوه چارواکي ويلي، چې ښايي په زرګونو ماشومان مړه وي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په لسو ولايتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. خو په ګڼو ويجاړو شويو ترکي ولايتونو کې خلکو غوسه او ناهيلي ښودلې او ويلي يې دي چې د چارواکو له خوا ډېر ورو غبرګون ښودل شوی چې په هيڅ ډول بسنه نه کوي.

مورات اليناک چې مالاتيا ښار کې يې کور ويجاړ شوی او خپلوان يې ورک دي ويلي: «دلته ان يو کس هم نشته. موږ له کور او بل هر شي پرته تر واورو لاندې يو. زه څه وکړم، زه چيرته ولاړ شم؟»

د دوشنبې ورځې زلزله چې د ریښتر په کچ ۷.۸ درجې وه او څو ساعتونه وروسته په همدومره زور يوه بله زلزله هم په پسې وشوه، په ترکيه او شمالي سوريه کې يې په زرګونو ودانۍ د روغتونونو، ښوونځيو، اپارتمانونو په شمول ونړولې او په زرګونو خلک يې ژوبل او بې شمېره انسانان يې بې کوره کړل.

ژغورونکي ځينو سيمو ته د خرابو سړکونو، ناسمې هوا، منابعو او نورو سامانونو د نشتون له امله نه شي تللای. په ځينو سيمو کې سون توکي او برېښنا هم نشته.

چارواکو په سوريه کې د حالت په اړه ځانګړې انديښنه ښودلې، سوريه له وړاندې ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې سخته ځپلې.

اردوغان په لسو ولايتونو کې د درو مياشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی، په دې توګه يې حکومت ته اجازه ورکړې چې د پارلمان له تاييد پرته نوي قوانين پلي کولای شي.

اردوغان ويلي، چې د ترکيې حکومت به د انتاليا په توريستي سيمه کې روغتونونه خلاص کړي، تر څو له زلزلو اغېزمن خلک هلته ځای پر ځای کړي.

مرستيال ولسمشر ويلي، چې په ترکيه کې د مړو شمېر ۵۸۹۴ ته رسېدلی دی او تر ۳۴ زره ډېر خلک ژوبل دي.

د سوريې د حکومت له وينا سره سم چې هلته لږ تر لږه ۲۰۳۲ کسان مړه شوي دي. تر ۱۲ زره زيات د ژغورنې او پلټنې ترکي کارکوونکي له ۹ زره پوځيانو سره يو ځای په اغېزمنو شويو سيمو کې په کار بوخت دي، خو ناورين تر دې ډېر لوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه