اطلاعات روز: د قطر د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره د دې هيواد د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطانی د ليدنې په اړه جزييات خپاره کړي دی. قحطاني له تروريزم سره د مبارزې او له طالبانو سره د منځګړيتوب په چارو کې د قطر هيواد ځانګړی استازی دی. د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړي په دې ليدنه کې د ښځو د زده کړې او کار پر حق ټينګار کړی دی.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، القحطانی د طالبانو د کورنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي، د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج الدين حقاني، د معارف وزارت له سرپرست حبيب الله اغا او د طالبانو د استخباراتو له رييس عبدالحق وثيق سره جلا – جلا ليدلي دي.
د دې اعلاميې له مخې، په دې ليدنه کې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، پرمختيايي او معارف د مسايلو په اړه بحثونه شوي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې هيواد ځانګړي استازي د افغانستان د خلکو د حقونو په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو او ښځو د کار د حق په اړه، د قطر دريځ تکرار کړی دی.
القحطاني ټينګار کړی چې د يوې داسې جامع سياسي اجماع د ملاتړ او اسانتياوو برابرولو لپاره دوامدارې هڅې کوي چې وکولای شي په افغانسان کې امنيت او ثبات راولي.
تر دې وړاندې د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثانی د ښځو د کار او زده کړو په اړه د طالبانو پرېکړې ناهيلې کوونکې بللې وې او ويلي يې و چې دا ډله په دا ډول پرېکړو د افغانستان د خلکو لپاره وضعيت بدتر کوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې طالبان په خپلو پرېکړو نړۍ راپاروي او د افغانستان د وګړو لپاره وضعيت خرابوي.
قطر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او دې ډلې ته يې سياسي دفتر ورکړی دی.
دوحه د طالبانو او امريکا تر منځ په مذاکراتو کې منځګړې وه چې د دې مذاکراتو له امله بهرني نظاميان له افغانستانه ووتل او په پايله کې يې طالبان دويم ځل واکمن شول.
