اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو د دې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې دوه کارکوونکي نیولي دي.
د نیول شویو کارکوونکو د کورنۍ غړي وایي، چې یاد کسان تېره ورځ د طالبانو له لوري په کاري ساحه کې نیول شوي دي.
په ورته مهال د سویډن کمېټه کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دوه کارکونکي یې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۶ د سلواغې) دننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د ځایي طالبانو له لوري په کاري ساحه کې نیول شوي دي.
سرچینه د نورو جزییاتو ورکولو پرته وایي، چې یاد کسان د کومې سیاسې موخې لپاره نه دي نیول شوي، بلکې د شخصۍ بدۍ له امله طالبانو نیولي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار د طالبانو نظر هم ولرو، خو بریالي نشوو.
ننګرهار کې د سویډن کمېټې کارکوونکي داسې مهال نیول کیږی، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د سویډن هیواد پر ضد لاریونونه ترسره شول.
