اطلاعات روز: د خوست ولایت په «لکڼو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د حقوقي ستونزې پر مهال طالبانو د یو سوداګر پر کور چاپه وهلې او ۱۵ کسان یې نیولي دي.
په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۶ د سلواغې) رامنځته شوې او په وینا یې چې طالبان د سوداګر «سطل محمد» کور ته ورغلي او تر لفظي شخړې وروسته طالب ځواکونو د نوموړي په کور کې په هوايي ډزو لاس پورې کړی او د یادې کورنۍ غړي یې وهلي او ډبولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې طالبان په یو کور کې د ماشومان په منځ کې هوايي ډزې کوي.
په همدې حال کې بیا په خوست کې د طالبانو یوې ځايي سرچینې وویل، چې د اسماعېل او سطل محمد کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر حقوقي ستونزه رامنځته شوې وه چې د سطل محمد کورنۍ د اجرتي قاتلانو په مرسته په مقابلې کورنۍ وسله وال هجوم ور وړی و، چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ او استخباراتو ریاست امنیتي کسانو مداخله کړې ده.
په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ډېر کله حقوقي او قومي شخړې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل کیږي، خو په لکڼو سیمه کې دا لومړی ځل دی چې طالبان د وسلې په زور د شخړې د حل لپاره دا ډول اقدام ترسره کوي.
