د ارزګان چوره ولسوالۍ کې د هالنډي ځواکونو هوایي برید کې د قربانیانو کورنۍ د غرامت ورکړې ترڅنګ د برید کوونکو محاکمه غواړي

اطلاعات روز: د ارزګان چوره ولسوالۍ کې د هالنډي ځواکوانو هوایي برید کې د وژل شویو کسانو کورنۍ نه یوازې د غرامت غوښتنه کوي بلکې وایي، چې هغه هالنډي ځواکونه دې هم محاکمه شي چې په یوه بمبارۍ کې یې د دوی د کورنۍ ۲۰ تنه غړي او خپلوان وژلي دي.

شپاړس کاله وړاندې هالنډي ځواکونو د ارزګان د چوره ولسوالۍ د «قلعه راغ» سیمه کې د اخترمحمد په نوم د یوه ځایي اوسیدونکي کور بمبار کړ چې پکې د یاد کس د کورنۍ د غړو په ګډون د هغه ۲۰ تنه خپلوان ووژل شول.

د هالنډ دولت ويلي چې د هغې بمبارۍ په اړه چې د ۲۰۰۷ کال پر مهال افغانستان کې د استوګنې پر يوه ودانۍ د هالنډي ځواکونو له لوري وشوه او ۲۰ ملکي وګړي پکې ووژل شول د محکمې پر پرېکړه به اعتراض ونه کړي.

د لاهه سيمه‌ييزې محکمې دا بريد د نړيوالو بشري حقونو نقض ګڼلی او د هالنډ دولت ته يې د غرامت ورکولو ويلي دي.

محمد داوود  چې د اختر محمد وراره دی او په دغه بريد کې یې د مور او پلار په ګډون د کورنۍ نور غړې وژل شوي وايي، چې د ورځې ۱۰:۰۰ بجې وې چې دغه برید د دوی پر کور ترسره شو.

نوموړی وايي، چې بريد ورباندې له کومو شواهدو پرته شوی او ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

هغه زياته کړه: «زموږ د کور شاوخوا د امنيتي ځواکونو پوستې وې الوتکې راغلي زموږ پر کور يې بمبار وکړ زه او زوی مې ټپیان شولو نور مو د کورنۍ ټول غړې ووژل شول.»

د اختر محمد ورور بخت محمد بیا وايي، چې په ياد بريد کې د  دوی د کورنۍ دغړو په ګډون شل کسان وژل شوي دي. هغه وايي هيڅ داسې شواهد نه وو چې د هوايي بريد لامل دې شي.

نوموړی زیاتوي، هغه غرامت چې د هالنډ هېواد لخوا ورکول کيږي دوی ته د قبول وړ نه دی او په خبره يې هوایي برید کوونکو ته دې په نړیواله محاکمه کې سزا ورکړل شي.

نوموړي وويل: «زموږ کور کې نه طالب و او نه هم بل شی ما د خپلې کورنۍ د غوښو ټوټې راټولې کړې دي زړه مو هيڅ ارام نه کوي دغه کسان باید محاکمه شي.»

په دغه بريد کې د يو شمير نورو قربانيانو کورنۍ هم دغه برید ستر جنايت ګڼي او زياتوي چې د دغه بريد عاملين باید محاکمه شي.

دوی د عدالت غوښتنه کوي او په خبره يې که  نړيواله محکمه پر يادو کسانو هر ډول پريکړه وکړي د دوی لپاره د منلو وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هالنډ دفاع وزارت محکمې ته په خپله دفاع کې ويلي چې د دې هيواد پوځ د «کوالا» په نوم پر يوه سرای بريد وکړ چې طالب جنګياليو پکې سنګر جوړ کړی و.

خو له راپورونو سره سم چې طالبانو تر بريد ۱۲ ساعته وړاندې په دې ودانۍ کې سنګر جوړ کړی و. قاضيان هم دې پايلې ته رسېدلي چې پوځ هغه مهال د بشپړو معلومات نه درلودلو په حالت کې پر دې ځای نظامي بريد کړی دی.

داچې نړیوالې محکمې د هالنډ دولت ته د غرامت د ورکړې وړاندیز کړی خو تر اوسه د تاوان د ورکړې کچه روښانه نه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه