د کندهار-دوبۍ ترمنځ بيا ځل الوتنې پېل شوې

کندهار ولایت مقام

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو مسوولین وایي، د دغه ولایت له احمد شاه بابا هوایي ډګر څخه د زون په کچه دوبۍ ته دوه اړخیزې الوتنې پېل شوې.

د کندهار هوايي ډګر لپاره د طالبانو ریيس حافظ عصمت الله يعقوبي وايي، دغه الوتنې د «کام ایر» هوایي خصوصي شرکت له لوري تېره شپه (شنبه، ۱۵ د سلواغې) رسما پېل او په لومړۍ الوتنه کې يې دوبۍ ته ۴۴ تنه افغان مسافر ولېږدول.

نموړي وویل:« له کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره له ډېرو هڅو او کوښښونو وروسته په دې و توانيدو چې د کندهار او دوبۍ ترمنځ دوه اړخيز پروازونه پېل کړو، په دغه پرواز کې ۴۴ کسه افغان مسافر دوبۍ ته ولیږدول شول او دا پروازونه به همداسې دوام ولري.»

دغه راز کندهار کې د زون په کچه د «کام ایر» هوايي شرکت مسوول نور علي حيدري وايي، د کندهار او دوبۍ ترمنځ دوه اړخيزې الوتنې يې د ياد ولايت د سوداګرو او صنعتکارانو له ډېرو غوښتنو وروسته پيل کړې دي.

حيدري زياتوي، چې له دې وروسته پلان لري ترڅو د کندهار-ډیلي او کندهار-چين ترمنځ هم دوه اړخيزې الوتنې پېل کړي ترڅو افغان سوداګر او مسافر له ځنډ او خنډ پرته يادو هېوادونو ته سفر وکړي.

د ده په خبره، چې هره اونۍ به له کندهاره دوبۍ او له دوبۍ کندهار ته یوه، یوه الوتنه ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې د کندهار-دوبۍ ترمنځ الوتنې د طالبانو بیا ځل واکمنېدو سره ځنډیدلې وې چې له امله یې د سویلي زون مسافرو له پلازمینې کابل څخه بهرني هیوادونو ته سفر کاوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه