د افغانستان طالبانو رهبرۍ ته د پاکستان پيغام: نور تر پولې هاخوا ترهګرۍ نشو زغملای

اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د دې هيواد دولت په پېښور کې تر خونړۍ چاودنې وروسته د افغانستان د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده څخه د پاکستاني طالبانو د مهارولو لپاره مرسته غوښتې.

ايکسپريس ټريبيون د باخبره پاکستاني سرچينو په وينا ليکلي، چې په دې غونډه کې ملکي او پوځي چارواکو د پاکستاني طالبانو تحريک د پېښور د چاودنې مسوول ګڼلی او پرېکړه يې کړې چې دا موضوع به په افغانستان کې د طالبانو له مشرانو سره په لوړه کچه مطرح کوي چې «پاکستان نور تر کرښې هاخوا تروريزم نشي زغملای».

د دې راپور له مخې، پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ د پېښور په چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي، خو د پاکستاني چارواکو په يوه غونډه کې ويل شوي چې دا ډله په حقیقت کې د چاودنې طراحه وه.

دا غونډه د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا ايالت د والي په کور کې جوړه شوې وه چې د لوی درستيز په ګډون پکې د دې هيواد پوځي چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم دې غونډې ته بلل شوی و، خو ګډون يې پکې نه دی کړی.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې په دې غونډه کې پر دې بحث شوی دی چې ځانمرګی توانېدلی چې دې امنې سيمې ته ننوزي، ريد کوونکی څوک و او دولت باید ورته څرنګه غبرګون وښيي.

دې رسنۍ ليکلي: «په دې غونډه کې خبر ورکړل شو چې په حقیقت کې د دې بريد کوونکی د پاکستاني طالبانو تحريک دی، خو د افغانستان د طالبانو د کلک غبرګون له وجې يې په علني ډول دا بريد ونه مانه.»

ايکسپريس ټريبيون ته سرچينې وايي، چې پاکستان د پاکستاني طالبانو د کنټرول لپاره د هبت الله اخوندزاده د مداخلې په لټه دي.

په دې غونډه کې څرګنده شوې چې په پاکستان کې د تروريزم له بيا را څرګندېدو سره – سره تروريستان کومه ځانګړې سيمه په واک کې نه لري، له همدې وجې پراخو نظامي عملياتو ته اړتيا نشته. د دې په مقابل کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير راناثناء الله ويلي دي چې د معلوماتو پر اساس به عمليات روان وي.

تر دې غونډې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير يوه خصوصي خبري اژانس ته ويلي چې شونې ده د پېښور د بريد طراحان په افغانستان کې وي او دولت بايد دا موضوع له ګاونډي هيواد سره شريکه کړي.

په دې غونډه کې خبر ورکړل شوی چې د افغانستان طالبانو ويلي چې نشي کولای د پاکستاني طالبانو د تحريک په وړاندې مبارزه وکړي.

خو له دې سره – سره پاکستان پرېکړه کړې چې د افغانستان د طالبانو لوړ پوړې رهبرۍ ته به وايي چې د پاکستاني طالبانو پټن ځايونه بايد ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې طالبان وايي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې نشته.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي چې پاکستان بايد د پېښور په مسجد کې د وروستي بريد له امله «افغانستان ملامت نه کړي».

ده ويلي: «د پاکستان له محترمو وزيرانو هيله کوم چې د خپل بام واورې دې پر نورو نه اچوي. خپلې ستونزې دي په خپل کور کې وګوري.»

تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار په يوه جومات کې خونړۍ چاودنه وشوه. له وروستيو شمېرو سره سم چې په دې چاودنه کې تر سلو زيات کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ژوبل دي.

د دې بريد مسووليت لومړی د پاکستاني طالبانو غړو ومانه؛ خو د دې ډلې وياند وروسته وويل چې په دې بريد کې لاس نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه