ننګرهار کې د بې روزګارۍ له امله ځوانانو نشه یي توکو ته مخه کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې د طالبانو دحکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې زیاتره ځوانانو د بې روزګارۍ له امله نشه یي توکو ته مخه کړې ده.

عام خلک په دې وروستیو کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو زیاتیدو اندیښمن کړي او وایي، که مسوولې ادارې یې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره نه کړي نو دا کچه نوره هم لوړیدای شي.

د ننګرهار اوسیدونکی نور احمد وایي، څو اوونۍ کیږي چې ښار ته د مزدورۍ په لټه راځي خو د کار په پیدا کیدو نه دی توانیدلی.
دی وایي، دبې روزګارۍ له امله یې ګڼ ځوانان په نشو روږدي شوي او ځینو خو یې لا د ډیر مجبورۍ له امله غلاوو او نورو جنایي پېښو ته مخه کړې ده.

نوراحمد زیاتوي: «د ځوانانو بې روزګارۍ اوس بیخي زیاته شوې، ځکه زیاترو یې مختلفو برخو کې زده کړې هم کړي خو کار زمینه ورته نه ده برابره شوې؛ غوښتنه کوو چې حکومت خلکو ته دکار زمینه برابره کړي.»

جاوید د ننګرهار یو له هغه اوسیدونکو څخه دی، چې د بې روزګارۍ له امله یې نشه یي توکو ته مخه کړې او وایي، په نشه روږدو کسانو کې د ټولنې له نورو وګړو سربیره باسوده ځوانان هم شته.

دی وایي، که ځوانانو ته د کار زمینه برابره نشي په نشه د روږدو کچه به نوره هم لوړه شي.

جاوید زیاته کړه:«زه له دولسم ټولګي فراغت وروسته د زراعت پوهنځي ته بریالی شوم، یو څه وخت پوهنتون ته لاړم خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې ډیرې وې او له همدې امله مې نشه یي توکو ته مخه کړه.»

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او ټولینزو چارو ریيس فریدالله حقاني هم په دغه ولایت کې د بې روزګارۍ ستونزه تر یوې کچې مني.

هغه وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې سلګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او هم یې ګڼ شمیر ځوانانو ته د کاروبار په موخه حرفوي زده کړې ورکړي دي.

حقاني زیاتوي: «د کارو ټولینزو چارو ریاست له لوري ۳۲۰۵ کسانو ته په مختلفو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوي او ۲۰۹۴ تنه یې فارغ شوي چې ټول کاري وسایل هم ورکړل شوي او د یادو کسانو له ډلې یې ۱۶۱۶ تنه یې ښځینه دي چې حرفوي زده کړې ورکړل شوي.»

د نظر خاوندان بیا ټینګار کوي چې طالبان دې په هیواد کې د بې روزګارۍ او د فقر د مخنیوي لپاره د اوږد مهاله پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړو په برخه کې هم هلې ځلې لا ګړندۍ کړي؛ څو شته ستونزې پای ومومي او ټول ځوانان په کار بوخت شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه