رینا امیري: د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز له دين او فرهنګ سره هيڅ تړاو نه لري

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري په يوه ټويټ کې ويلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو بنديزونه له دين او مذهب سره هيڅ اړيکه نه لري.

نموړې نن (چهارشنبه، ۱۲ د سلواغې) ويلي چې د طالبانو دا اقدامات د نړۍ، د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان، اکثريت مسلمان لرونکو هيوادونو او په خپله افغانانو له لوري رد شوي دي.

اميري ټينګار کړی، چې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز له دين او فرهنګ سره تړاو نه لري، بلکې طالبان د افغانستان تر ټولو لويه وړتيا خفه کوي.

طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې نجونې د خصوصي تحصيلي بنسټونو په کانکور ازموينه کې له نومليکنې بندې کړې دي.

دې پرېکړي نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونو په کانکور ازموينه کې د ښځو پر ګډون بنديز پر غلط لوري يو بل ګام بللی دی.

تر دې وړاندي طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړلي او په دولتي پوهنتونو کې يې د ښځو او نجونو زده کړې ځنډولې دي.

طالبانو په دولتي او غير دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه