اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنيو د څار رييس عبد الحق حماد «د نجونو پر زده کړو مطلق بنديز افراط ګڼلی او له [تعريف شوي] چوکاټ پرته يې د هغو پرېښوول تفریط» بللی دی.
نموړي نن (چهارشنبه، ۱۲ د سلواغې) په يوه ټويټ کې لیکلي، چې د طالبانو سياست له دې دواړو حالاتو بېل او پر اعتدال ولاړ دی.
حماد زیاته کړې، د هغو خلکو احساساتي څرګندونې چې ده «بېسواده او بېمنطقه بانډاریان» بللي، د طالبانو د حکومت دريځ نه بيانوي. ده د کوم چا نوم نه دی اخيستی.
طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل. تر دې وروسته يې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او دغه راز یې په غير دولتي بنسټونو کې هم د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه.
دا ډله وايي چې د ښځو پر زده کړه بنديز همېشنی نه دی، بلکې تر امر ثاني پورې دی؛ خو څرګنده نه ده چې د ښځو او نجونو په وړاندې به د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې څه وخت خلاصېږي.
