اطلاعات روز: د زابل ولايت په مرکز قلات کې د يو اين ډي پي موسېسې په مالي ملاتړ د ۹۲زره امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو ساتلو يو بند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دې ولايت کې د طالبانو د ټولګټو رياست مسوولين وايي، د اوبو ساتلو ياد بند د (UNDP) په مالي ملاتړ او د (DRC) موسېسې په تخنيکي همکارۍ جوړ شوی دی.
د دوی په خبره، یاد بند د ۲۰۰ متره په اوږدوالي سره د شاوخوا دوه لکه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې ورسره به ۷۰۰ جریبه زراغتي ځمکه خړوبه شي.
هغوی وايي، د دې بند له جوړېدو وروسته به په ياده سيمه کې تر ډېره د اوبو نشتون او وچکالۍ مخنيوی وشي او هم به د بزګرانو ستونزې حل شي.
د يادونې وړ ده چې زابل د سويلي حوزې په کچه يو له هغو ولايتونو څخه دی چې تر ډېره پکې د وچکالۍ نښې-نښانې ليدل کېږي او د تېرو څو کلونو وچکالۍ پر مهال سخت ځپل شوی دی.
