اطلاعات روز: د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې سرچينې وايي، چې د يوه ځوان ډاکټر جسد، د دوو ورځو نادرکۍ وروسته موندل شوی دی.
د سرچينو په وينا، د دې ځوان نوم شفيع مظفري و او د مزار شريف ښار د اوومې ناحيې اړوند د کارته سيد اباد سيمې اصلي اوسېدونکی و.
يوې سرچينې څرګنده کړه چې مظفري دوې ورځې وړاندې ورک شوی و او مړی يې پرون (سېشنبه، ۱۱ د سلواغې) د مزار شريف ښار کې پيدا شو.
د سرچينې په وينا، دا ډاکټر په ډزو وژل شوی دی. د دې وژنې انګېزه تر اوسه نه ده روښانه.
په بلخ کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ هم د دولت اباد ولسوالۍ او مزار شريف پر لار هم د خليفه حسين په نوم يو کس نامعلومو کسانو وژلی و.
خليفه حسين د خپل ورور د قضيې د تعقيب لپاره مزار شريف ته روان و چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې له خپلې ميرمنې سره يو ځای طالبانو بندي کړی دی.
رجب ابراهيمي چې له هزاره قوم څخه دی، شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې يې له يوې پښتنې ګل اندامې سره واده کړی و.
طالبانو دا مېړه او مېرمن په کابل کې هغه مهال ونيول چې غوښتل يې پاکستان ته ولاړ شي. د دوی تر نيول کېدو وروسته يې د شکنجه کېدلو راپورونه هم خپاره شوي دي.
