اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د احصايې او معلوماتو اداره وايي، چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې يې د اعتبار نېټه او د ولسوالۍ نوم ور زيات کړي دي.
دې ادارې نن (سېشنبه، ۱۱ د سلواغې) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د اعتبار نېټه يې د فرد د ظاهري بدلون او د پېژندپاڼې د بايوميټريک معلوماتو د تازه کولو په هدف زياته کړې او د ولسوالۍ نوم د فرد د پتې مشخص کولو په موخه ور زيات شوی.
د احصايې او معلوماتو د ادارې په وينا، د برېښنايي پېژندپاڼې د اعتبار موده ۱۰ کاله ټاکل شوې او په هرو لسو کلونو کې د برېښنايي پېژندپاڼې لرونکي مکلف دي چې خپل بايوميټريک معلومات ثبت کړي او خپل عکس بدل کړي.
دا اداره وايي، چې د کورنيو چارو وزارت د نوم پر ځای د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نوم ور زيات شوی دی.
برېښنايي پېژندپاڼې د پاسپورټ په څېر د افغانستان د پخواني حکومت په لوګو سره ویشل کېږي.
د برېښنايي پېژندپاڼو بهير لانجمن دی او د خلکو په وينا په کارونه پڅ مخته ځي. دا بهير د ۱۳۹۷ کال په ثور کې پېل شوی دی.
د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د بهير له پېل څخه تر اوسه نهه ميليونه او ۱۶۰ زره نفرو برېښنايي پېژندپاڼې اخيستې دي.
