اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ اسلام اباد ته په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستيال وزير مجيد خان سره ليدلي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپل ټويټر ليکلي، چې په دې ليدنه کې د سيمې د وضعيت په اړه خبرې شوې دي.
د دې وزارت په وينا، اسد مجيد خان د سولييزې او با ثابته سيمې لپاره د پاکستان پر ژمنتيا ټينګار کړی دی.
ټاکل شوې چې توماس وېسټ به المان او سويس ته هم سفر وکړي.
نموړي وړاندې ويلي و چې د دې سفر پر مهال له امريکايي او افغان شريکانو او د بشردوستانه مرستو له سازمانونو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې توماس وېسټ به له خپلو سيالانو سره يو ځای کار کوي چې يو داسې سيمهييز او نړيوال متحد غبرګون تيار کړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته ژمنتيا ښيي او حياتي مرستو ته د هغوی د لاسرسي تعهد کوي.
