اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډېکر د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې د طالبانو له لوري د ښځو پر ګډون بنديز پر زده کړه بريد ګڼلی او ويلي يې دي چې دا پرېکړه د طالبانو په ګډون ټولو ته زيان رسوي.
نموړې نن (سېشنبه، ۱۱ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي: «پر زده کړو او روزنه وروستی بريد، د طالبانو په شمول ټول کمزوري کوي او د افغانستان د بې وزلۍ راتلونکی تضمینوي.»
ډېکر ليکلي، چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه د پوهنتونونو او ښوونځيو د «ژر» خلاصون په اړه د دې ډلې ژمنه تر پوښتنې لاندې راولي. د دې په وينا، کله چې نجونې په کانکور کې ګډون نشي کولای، څرنګه به پوهنتون ته ځي.
طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې نجونې د خصوصي تحصيلي بنسټونو په کانکور ازموينې کې له نومليکنې بندې کړې دي.
دې پرېکړې هم نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونو په کانکور ازموينه کې د ښځو پر ګډون بنديز پر غلط لوري يو بل ګام بللی دی.
تر دې وړاندې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي او په دولتي پوهنتونونو کې يې د ښځو او نجونو زده کړې هم ځنډولې دي.
طالبانو په دولتي او غير دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی.
