اطلاعات روز: په پاکستان کې افغان خبريالانو په يوه اعتراضیه راټولیدنه کې د نړۍ څخه دوی ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی وايي، چې د اوکراين د جګړې تر پيلېدو وروسته، نړۍ د افغانستان خبريالان هېر کړي دي.
په پاکستان کې يو افغان خبريال محمود کوچي نن (يکشنبه، ۹ د سلواغې) د دغه راټولیدنې پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تر يوه کال زيات وخت کېږي چې بې برخليکه دي.
نموړي وويل: «د ويزو ستونزه شته او د خبريالانو ويزې ختمې شوې دي؛ پوليس خبريالان تنګوي. له دې سره – سره، خبريالان او د رسنيو کارکوونکي اقتصادي ستونزې لري، ځکه کار نشي کولای. همدا راز د خبريالانو اولادونه زده کړې هم نشي کولای.»
د دې راټولیدنې يوه بله جوړوونکې خاطره احمدي وايي، چې نړۍ افغانستان ته هیڅ پام نه کوي.
دې وويل: «تر اوسه د خبريالانو قضيو ته رسيدګي نه ده شوې او نړۍ په پاکستان کې د افغانستان پر خبريالانو سترګې پټې کړې دي.»
دا خبريالان له نړيوالو بنسټونو او کډوال منونکو هيوادونو غواړي چې دوی دې ځای پر ځای کړي او مالي مرستې دي ورسره وکړي.
دوی وايي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دې د خبريالانو قضيو ته لومړيتوب ورکړي او د دوی د ويزو ستونزې دي حل کړي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان يو شمېر خبريالانو د امنيتي تهديدونو له کبله پاکستان ته تښتېدلي دي.
