د طالبانو حکومت د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک د راپور هرکلی وکړ

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی دی.

دې دفتر نن (شنبه، ۸ د سلواغې) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د نړيوال بانک په راپور کې «مثبت او پر عيني واقعيتونو ولاړ» نکات ياد شوي دي.

نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه په خپل تازه راپور کې د انفلاسيون د کمښت او صادراتو د زياتېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې کلنی انفلانسیون د ۲۰۲۲ کال په جولای کې له ۱۸.۳ څخه د همدې کال په نوامبر مياشتې کې ۹.۱ سلنې ته راکښته شوی دی.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه تر نوامبر مياشتې پوري د ۱.۷ ميليارد ډالرو په اندازه توکي صادر کړي دي.

د عبدالغني برادر دفتر د نړيوال بانک راپور «د افغانستان د واقعي ودې او اقتصادي حرکت په اړه روښانه انځور» ګڼي او زیاتوي چې په دې راپور کې راغي چې د خوراکي او نفتي موادو بيې را لوېدلي، د خارجي اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت ثابت پاتې شوی او په صادراتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

دې دفتر زياته کړې، چې که په بانکي سکټور کې شته بنديزونه لېرې شي او د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده شي، اقتصادي وضعيت به تر دې نور هم ښه شي.

د طالبانو د لومړي وزير دفتر له نړيوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په اړه دي نړۍ ته د هغو «پرمختګونو» يادونه وکړي چې په افغانستان په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې راغلي.

د نړيوال بانک تازه راپور چې ظاهرا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې حالت مطلوب ښيي، په داسې حال کې خپور شوی چې يو څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې په روان ميلادي کال کې ۲۸.۳ ميليون خلک په افغانستان کې مرستو ته اړتيا لري.

تر يوې مياشې په کم وخت کې تر ۱۲۰ زيات خلک د سړې هوا له امله مړه شوي دي. سږ کال ژمی د سون توکو بيې لوړې شوي او د نړيوالو سازمانونو له راپور سره سم، د افغانستان تر ۷۰ سلنه ډېر وګړي سون توکو ته لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه