ضمیر کابلوف له حنا رباني کر سره خبرې وکړې

انځور:@ForeignOfficePk

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې حنا رباني کر سره کتلي دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې د سيمې د سولې او امنيت په تړاو بحث او خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، حنا رباني پر دې ټينګار کړی چې سولييز ګاونډيتوب د پاکستان ستراتېژيکه اړتيا ده او زياته کړې يې ده چې افغانستان د خپل موقعيت له کبله د مرکزي او جنوبي اسيا تر منځ ارتباطي پل دی او د ټولنيز – اقتصادي پرمختګ د بشپړ پوټينشل په لاسته راوړلو او سيمه‌ييز ارتباط کې محوري رول لري.

نموړې په دې لړ کې له ټولو هيوادونو سره د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې د افغانستان له خلکو سره خپل پيوستون څرګند کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې د افغانستان بېړنيو بشردوستانه اړتياوو ته د رسيدنې لپاره دې خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هيواد د پرمختګ او ودې لپاره دې يوه تلپاتې لار برابره کړي.

کابلوف د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم کتلي دي.

دواړو هوکړه کړې چې د سولې، ثبات او سيمه‌ييز اقتصادي پرمختګ لپاره به فعالې همکارۍ ته دوام ورکوي.

روسيه او پاکستان د طالبانو له حکومت سره نږدې اړيکې لري.

کابلوف په دې وروستيو کې کابل ته هم سفر کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه