اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله امنه محمد چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته سفر کړی و، ويلي چې طالبان باید له ۱۳مه پېړۍ څخه ۲۱مې پېړۍ ته راوګرځول شي تر څو داسې چاپیریال رامنځته شي چې د ښځو او نجونو حقونه پکې خوندي وي.
د فرانسې د خبري اژانس له راپور سره سم، محمد تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې ويلي: «ډېری شيان چې موږ بايد ورسره بوخت پاتې شو دادي چې څرنګه طالبان له ديارلسمې پېړۍ يوويشتمې پېړۍ ته راولو. دا يو سفر دی. له همدې وجې دا يوازې د يوې شپې کار نه دی.»
محمد ويلي، چې داسې فضا ته د طالبانو راوستل ستونزمن دي چې ورته اړتيا ده او هلته د ښځو او نجونو د حقونو خونديتوب کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې زياته کړې، چې افغانستان ته يې په خپل سفر کې پر طالبانو د ښځو د مسايلو په تړاو فشار راوړی او ځينې وختونه به د طالبانو غبرګون «خوشالوونکی نه و.»
امينې محمد په خبري غونډه کې ويلي، چې دا له ټولو ممکنه لارو د ښځو د حقونو د دفاع او بيا لاسته راوړلو لپاره استفاده کوي.
د نموړې په خبره چې طالبانو ورته ويلي، چې د ښځو د خونديتوب هڅه کوي، خو «[له ښځو] د دوی د ملاتړ تعريف داسې دی لکه موږ چې ظلم او تېری تعريفوو.»
طالبانو په دې وروستيو کې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار او په پوهنتونو کې د نجونو پر لوړو زده کړو بنديز لګولی دی.
په بشري چارو او بېړنيو مرستو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي مارټين ګريفيټس هم افغانستان ته سفر کړی او ويلي يې دي چې هيله من دی د ښځينه کارګرو لپاره بشري څانګې بيرته پرانستل شي.
ګريفيټس زياته کړې، چې يو شمېر طالب مشرانو ورته ويلي، چې پر داسې لارښودونو کار کوي چې د ښځو د کار کول ممکن کړي.
ګريفيټس زیاته کړې: «هر ځای چې زموږ لپاره کوم فرصت وي چې وکولای شو بشرپالې مرستې او خونديتوب په اصولي توګه وکړو يعنې له ښځو سره يو ځای دا کار وکړو … [زيات] وخت نه لرو. ژمی دی او خلک مري. قحطي را روانه ده.»
