اطلاعات روز: د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه ملي سوداګر په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی چې پکې ۷۰۰ بې سرپرسته نجونې او هلکان زده کړې کوي.
د یاد ښوونځي مسوول حاجي محمد عیسی عمري وایي، په دغه ښوونځي کې دا مهال د مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو ۷۰۰ بې سرپرسته او یتیم ماشومان زده کړې کوي چې ۳۰۰ ماشومانو ته د لیلیې زمینه هم برابره شوې ده.
نموړي وویل: «ټول ټال ۷۰۰ زده کوونکي دي ۳۰۰ ماشومانو ته د لیلیې زمینه هم برابره شوې او ۴۰۰ چې کورونه یې دلته دي هغوي مازدیګر د خپل ترانسپورټ لخوا خپلو کورنو ته رسول کېږي او سهار بیرته ښوونځۍ ته راوړل کیږي.»
ورته مهال د هلمند اوسېدونکي ددې اقدام هرکلی کوي خو زیاتوي چې نور پانګوال او سوداګر دې هم ورته اقدام وکړي ترڅو په ټولنه کې بې سرپرسته او یتیم ماشومان له زده کړو محروم پاتې نشې.
دغه راز د هلمند لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مرستیال محمد اسماعیل سعادت وايي، په دغه ولایت کې ۳۶ خصوصي ښوونځيو کې فعالیت کوي چې یو شمیر ښوونځیو کې بې سرپرسته ماشومان وړیا زده کړې کوي.
نوموړي په دي ولايت کې له نورو سوداګرو څخه هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې په هلمند کې د تېرې شل کلنې جګړې پرمهال یوازې دغه ماشومان نه دي چې خپل پلرونه یې له لاسه ورکړي بلکې په دغه ولایت کې په زرګونه نور ماشومان هم شته چې سرپرستان نه لري او له زده کړو بې برخې پاتې دي.
