اطلاعات روز: د ښځو او نجونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وایي، چې د افغانستان کومو قاضيانو، وکيلانو او محکمو د قانون د حاکميت ترويجولو لپاره کار کاوه، په يوه شپه د طالبانو له خوا له منځه يو وړل شول.
نموړې له خطر سره د مخ مدافع وکيلانو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې د افغانستان محکمې منحل شوې دي، قاضيان او څارنوالان ګوښه شوي او مدافع وکيلان له خطر سره مخ دي.
اميري ليکلي: «افغانان د يوه خپلواک قضايي او بې پرې سيسټم مستحق دي. د ښځو په ګډون متخصصين يې حق لري چې په خپل مسلک کې په عزت، امنيت او احترام سره دنده وکړي.»
په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې د طالبانو د حکومت قضايي سيسټم غير مستقل او په بشپړه توګه مردانه بللی دی او ويلي يې دي چې په دې سيسټم کې د طالباني شريعت نسخه پلې کېږي چې «د بشري حقونو يوه فاجعه ده.»
د دوی په وينا چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې په محکمو کې ۲۵۰ ښځينه قاضيانو کار کاوه چې ۱۰ سلنه برخه یې جوړوله او همدا راز په سلګونو ښځو د مدافع وکيلانو او څارنوالانو په توګه کار کاوه.
