د ولسمشر ژمنه چې شل میاشتنۍ شوه؛ پر اقتصادي زون د پکتیا بدلولو لپاره هېڅ کار نه دی شوی

خبریال: امېد اشنا

د پکتيا ولايت اوسېدونکي، صنعت کاران او سوداګر وايي چې د شاوخوا درې کلونو په تېرېدو پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو د ژمنې د عملي کېدو په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.

سوداګر او پانګه وال وايي که اسانتياوې ورته برابرې شي، ګڼ کورني او بهرني صنعت کاران او سوداګر غواړي په دې ولايت کې پانګونه وکړي.

د پکتيا د صنايعو او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي، چې په دې ولايت کې لا هم صنعت کاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له څوارلس کلونو د ډېر په وخت تېرېدو لا هم صنعتي پارک ندی فعال شوی.

عاليمار وويل چې پکتيا کې په صنعتي، سوداګريزه، کرنيزه او د کانونو په برخه کې د پانګونې فرصتونه شته او له اړوندو ادارو غواړي چې دې مسلې ته جدي پام وکړي.

نوموړي زياته کړه: «صنعتي پارک تر اوسه نه دی توضيع شوی، هغه قرضې چې په نورو زونونو کې ورکړل شوې، پکتيا کې لا هغه هم ندي ورکړل شوې، متاسفانه د صنعتي پارک او پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو په اړه د ولسمشر ژمنې هم نه دي عملي شوې.»

د رحيم ګرديزي سوداګريز شرکت مشر حاجي محمد ګرديزي وايي چې ګڼ صنعت کاران لېواله دي چې په پکتيا کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو په خبره يې د اسانتياوو نشتون يې په مخکې خنډ دی.

ګرديزي وويل: «پکتياوال په اکثره ولايتونو کې ډېرې فابريکې لري، که دلته امنيت سم او امکانات ورته برابر شي، نو اماده دي چې دلته سرمايه ګذاري وکړي؛ يوازې پکتياوال نه، بلکې نورو هېوادوالو او بهرنيانو هم د دې کار لپاره وړانديزونه کړي دي.»

ملي سوداګر بهايي جان يار مرکزي ادارې او وزارتونه په ناغيړي تورنوي او وايي چې په پکتيا کې د زيات کاري ځواک سربېره يې هم له تشو ژمنو پرته عملي کار ندی کړی.

يار وويل: «وزارت تجارت کمه اندازه توجه کړې، نور هېڅ مرکزي ارګان پکتيا ته توجه نده کړې. د تجارت، صنعت، پرمختګ او ابادي په برخه کې د پکتيا ټول حقوق خوړل شوي او تر اوسه هېڅ فعال کار ندی ورته شوی.»

يو بل تن سوداګر ميراحمد د ډنډپټان ــ پاړه چينار لارې ترانزيټ مهم بولي او ټينګار کوي چې دا لاره تر ټولو لنډه او ارزنه لاره ده چې په ټول اوږدوالي کې د کوتلونو نلرلو له امله هم پرې تګ، راتګ اسانه دی.

هغه زياته کړه: «د پټان لاره ضرور ده چې بايد ترانزيټ شي، موږ دې ته اوليت ورکوو. د پکتيا او دې زون او شاوخوا ولايتونو د زراعتي او نورو توليداتو او محصولاتو لپاره ډېره ګټوره ده. دا لاره بايد آن تر واګا بندر پورې خلاصه شي.»

مدني فعال اجمل مسعودزی نيوکه کوي چې له ژمنو سربېره پکتيا ته نه يوازې تر اوسه د نورو زونونو په څېر ټول امتيازات او حقونه ندي ورکړل شوي، بلکې د ښاري ماسټر پلان او ښاري ستونزو حل برخه کې هم کوم اقدام ندی شوی.

مسعودزي وويل: «ډېرې ادارې د ژمي له رانږدې کېدو سره تعميري کارونه شروع کوي، چې بيا هوا سړه شي او وايي چې اوس نه کيږي. اوس ژمی دی، دوی بايد د راتلونکي کال د کارونو او پروژو ټول اداري کارونه په دې وخت کې تر سره کړي او له پسرلي شروع کېدو سره سم عملي کارونه پيل کړي.»

د سوداګرۍ او صنايعو د مرکزي خونې يو تن مسول شفيع الله ستومان هم وايي چې پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو په برخه کې عملي کار ندی شوی، خو زياته يې کړه چې د دې چارې لپاره اداري کارونه تر ډېره مخکې تللي دي.

ستومان وويل: «د آينده لپاره يو ديد، طرحه او منظمه پاليسي موجود ده. د اقتصادي زون د رامنځته کولو لپاره ډېر شيان رول لري، چې بايد تطبيق شي، تر اوسه په ساحه کې هغه څه نشته، خو زه مطمين چې دا کار کيږي.»

ولسمشر غني کابو شل مياشتې وړاندې ژمنه کړې وه چې پکتيا به پر اقتصادي زون بدلوي او د دې لپاره عملي کارونه پيل شوي، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي کار نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه