کندهار کې د سړې هوا له کبله څه د پاسه ۱۲زره څاروي تلف شوي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د کندهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د سړې هوا له کبله د تېرو دوو اونیو په جریان کې څه دپاسه ۱۲ زره څاروي تلف شوي چې له امله یې شپانه سخت زیانمن شوي او خپل راتلونکي ته اندیښمن دي.

د تېرو دوو اونيو راهيسې کندهار کې د هوا درجه د نورو کلونو په پرتله ترټولو ټیټې درجې ته راښکته شوې چې اوس یې د څارويو ترڅنګ د شپنو ژوند هم د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کندهار ولايت لپاره د طالبانو د مالدارۍ امر محمد حميد وايي، په دې ولايت کې شاوخوا ۱۵۰زره نور بېلابېل ډوله اهلي څاروي د خلکو په کورونو کې د سړې هوا او کافي خوراکې نشتون له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

نموړی زیاتوي، اوس مهال کندهار کې څه دپاسه ۲۳۰زره څاروي شتون لري چې خوراکه يې مخ په ختمېدو ده او له همکارو خیریه بنسټونو يې د څارويو د خوراکې او درملنې مرستي غوښتنه کړې ترڅو د لوږې او نورو افتونو په امن کې پاتې شي.

د کندهار ولايت د مالدارۍ آمر وويل، په دې دولس زره څارويو کې پسونه، وزې، غواګانې، ګاومېښې او اوښان شامل دي چې د هوا له سړېدو او نه پاملرنې له کبله مړه شوي او په لسګونه زره نور پاتې څاروي هم د مرګ له خطر سره مخ دي.

د ده په وينا:«موږ هڅه کړې چې خلکو ته پوهاوی ورکړو چې خپل اهلي حيواناتو څنګه وساتي، دغه څاروي د کندهار په خاکریز، ميوند، نېش، ارغستان، معروف، ژړۍ، شاوليکوټ او غورک ولسواليو کې مړه شوي، د دغه شپنو امکانات نه درلودل نو د ځينو ټوله رمه له منځه تللې، موږ اوس د حيواناتو درملو او خوراکې ته اړتيا لرو.»

د ده په خبره، که د پاتې نورو څارویو درملنه ونه شي او د ژمي خوراکه ورته برابره نشي نو هغه به هم ژوند له لاسه ورکړي.

دا مهال کندهار کې شپانه د خپلو څارویو لپاره کافي خوراکه نه لري او څاروي یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي. انځور: استول شوی

همدارنګه په دې ولايت کې شته شپانه وايي، د راتلونکي کال لپاره يې ټول هغه څاروي مړه شوي چې دوی د خرڅولو لپاره بازار ته وړاندې کول.

خاکرېز ولسوالۍ کې د سيد محمد په نوم يو شپون وایي، د سړې هوا له امله يې تر اوسه له پنځوسو څخه ډېر پسونه مړه شوي او پاتې نور يې هم د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دی پر مرسته کوونکو بنسټونو غږ کوي ترڅو د ده په شمول ټولو شپنو ته د څارويو د ساتلو امکانات برابر او مناسبه خوراکه ورکړي.

د سيدمحمد په خبره، چې د راتلونکي کال لپاره يې ټوله ګټه له لاسه وتلې او اقتصادي حالت يې ګډوډ شوی.

ده وویل: « زما خو خپله مېږې ډېرې مړې شوې او پسونه هم پکې و، ډېرې يخې هوا مړه کړل، موږ نه پوهيدو چې څنګه خوراکه ورکړو په کندهار کې په دا پنځوس کاله کې داسې هوا نه وه سړه شوې.»

دغه راز خاکرېز ولسوالۍ کې د حبیب الله په نوم يوه بل شپون بیا وایي، راتلونکي کال کې به د څارویو بیې هم ډېرې لوړې او غوښې به کمې شي.

دی وايي، يوازې په خاکريز ولسوالۍ کې زرګونه پسونه او نور بېلابېل څاروي د سړې هوا پرمهال مړه شوي او له همدې زیات تر خطر لاندې ژوند کوي.

حبیب الله زياتوي، له يوې خوا یې په دومره سړې هوا کې د څارويو ساتلو تجربه نه لرله او له بلې خوا يې د څارويو لپاره مناسبه او ګرمه خوراکه نه درلوده.

د ده له قوله:« زما پسونه، مېږې او وزې خو تر نيمې ډېرې مړې شوې پخوا مي ۹۰ دانې يوازې پسونه درلول اوس ۴۰دانې پاتې دي، همدارنګه ۵۰ دانې مې مېږې درلودې اوس فقد ۱۵ دانې راپاتې دې، حکومت او موسېسات دې له موږ سره مرستې وکړي.»

شپانه وایي، تر نیمایي ډیره رمه یې د سړې هوا له کبله مړه شوې ده. انځور: اطلاعات روز

په ورته وخت کې کندهار ولايت کې د څارويو يو تن ډاکټر محمد فهیم وايي، په زياتو ولسواليو کې شپانه او خلک د سړې هوا له ناڅاپي څپې سره د نه بلدتيا له امله ځپل شوي دي.

نموړی زياتوي، په دې موسم کې د څارويو ترمنځ بېلابېل حيواني امراض خپرېږي او يوازې يې په واکسين کولو سره مخه نيول کېږي.

دی هغو کسانو ته چې په کورونو کې څاروي ساتي داسې سپارښتنه کوي: «خپل څارويو ته په يو ځل سره ګرمه خوراکه مه شروع کوئ، په حيواني کلينيکونو کې يې واکسين کړئ، څاروي د يخې هوا څپې وهلي کېدای شي اوس هم د بېلابېلو مرضونو له امله مړه شي.»

سړې هوا نه یواځې کندهار کې څاروي مړه کړي بلکې د هیواد ګڼو ولایتونو کې یې لسګونه زره څاروي تلف کړي دي.

یوه طالب چارواکي بي بي سي سره خپل ټول کړي معلومات شریک کړي او ویلي یې دي، چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۰۰۰۰ څاروي د سږني ژمي سړې هوا مړه کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه