اطلاعات روز: د سويل ختيځ زون په خوست ولايت کې سلګونه کسانو په سويډن هيواد کې د هغې کړنې پر ضد لاريون کړی چې د يو اعتراض پر مهال يې د قرآن کريم نسخو ته اور ورته کړی و.
لاريون کوونکو نن (سې شنبه، ۴ د سلواغې) ماسپښین د سويډن هيواد ضد شعارونه ورکول او د دغه هيواد ملي بيرغ ته يې اور ورته کړ.
دوی همدا راز له اسلامي هيوادونو غوښتنه وکړه چې د سويډن هيواد پر حکومت فشار راوړي تر څو قرآن ته د سپکاوي پېښه کې ښکېلو کسانو ته په علني ډول سزا ورکړي.
تېره شنبه د سويډن يوه ډنمارکي سياستوال په مشرۍ د ترکيې سفارت مخې ته په يو لاريون کې د قرآن کريم نسخې وسوځول شوې چې دې پېښې په ګڼو اسلامي هيوادونو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له لوري هم په يوې اعلاميه کې دا کړنه ديني مقدساتو ته ښکاره سپکاوی ګڼل شوی او د سويډن له حکومت يې د دغې پېښې د پلټنې او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کړې ده.
