اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د یو خصوصي خیریه بنسټ له لوري د لېرې پرتو سیمو د ښځو لپاره د سواد زده کړې زمینه برابریږي.
په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست طالب ویاند شاپور عرب وایي، چې د افغانستان له اوسېدونکو سره د همکارۍ یا HHOA په نوم یوه خیریه موسېسه غواړي چې د پوهنې ریاست تر نظارت لاندې په مرکز پل عالم او اړونده ځینو نورو ولسوالیو کې د سواد زده کړې لپاره ښځینه ښوونکې هم په دندو وګماري
عرب زیاتوي، چې دغه لړۍ تېره ورځ د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې پېل شوه او پر مهال یې د ۲۱ ښځینه ښوونکو د جذب لپاره ۷۰ تنو ښځینه ښوونکو ازموینه ورکړه.
د ده په خبره، چې د یادو ۲۱ ښوونکو په ګمارلو سره به په دغه ولسوالۍ کې ۳۱۵ نالوستو ښځو ته د سواد زده کړې زمینه برابره شي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي چې په لوګر ولایت کې د ملګرو ملتونو د یونیسف نړیوالې ادارې له لوري په ښځو د کار بندیز له امله د سلګونه سیمه ییزو ټولګیو فعالیت ځنډولی او پر مهال یې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخي شوي دي.
