امريکا: د ښځو پر کار او زده کړو بنديز به طالبانو ته ګران پریوځي

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس ويلي، چې امريکا د طالبانو وروستي اقدام ته چې د ښځو پر کار او زده کړو يې بنديز لګولی دی، د ځواب ارزولو په حال کې ده او دا اقدامات به طالبانو ته ګران پریوځي.

ده تېره ورځ (دوشنبه، ۳ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د بشري حقونو د نقض پر وړاندې به د امريکا ځواب څه وي، وويل چې د بشري حقونو د نقض او په وروستيو مياشتو او اونيو کې د ظالمانه احکامو او نفرت پاروونکو اقداماتو په تړاو، امريکا له دې ډلې سره خپل چلند ارزولی دی.

پرايس زياته کړې، چې امريکا په فعاله توګه له خپلو متحدينو او شريکانو سره د راتلونکو ګامونو د ارزونې په حال کې ده. ده په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

ده ويلي: «موږ څرګنده کړې چې طالبانو ته به داسې اقدامات ګران پریوځي. تقريبا هر څه د ميز پر مخ پاتېږي.»

همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی دی چې دا هيواد د طالبانو د وروستيو فرمانونو د بيرته اخيستلو لپاره هر هغه څه کوي چې کولای يې شي.

ده همدا راز ويلي، چې امريکا به د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام لپاره هم هڅې وکړي.

وړاندې  پوليتيکو په خپله خپره کړې مقاله کې ويلي و چې د بايډن حکومت پر ښځو د طالبانو لګېدلو بنديزونو ته د ځواب ورکولو ارزونه کوي.

پوليټيکو ليکلي، چې د متحده ايالاتو دولت د افغانستان له واکمنو سره د نازکو اړيکو د له منځه تلو له وېري، د فشار راوړلو کم انتخابونه لري. له همدې وجې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د طالبانو بنديزونو ته د ځواب ورکولو لپاره د خپلو امکاناتو د دقيقې ارزونې په حال کې دی.

د ليکوال په باور، د طالبانو په مجازاتولو کې د دې ځنډ لامل د افغانستان له اوسنيو واکمنو سره د متحده ايالاتو د نازکو اړيکو د له منځه تګ خطر دی.

پوليټيکو د دولت د يوه اوسني چارواکي او يوه بل پخواني چارواکي چې په مذاکراتي بهير کې دی، له خولې ليکلي، چې په نويو وړانديز شويو غبرګونونو کې نوي اقتصادي تحريمونه او له هيواده دباندې د طالبانو د مشرانو پر سفر کلک بنديزونه «او همدا راز افغانستان ته بشري مرستې تر ځانګړو ډولونو پورې محدودول» شامل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه