اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې تېره اونۍ یوه پاکستانۍ بې پیلوټه الوتکه د ملګرو ملتونو الوتکې ته د کابل پر مسیر نږدې شوې ده.
د ډان د راپور له مخې، تر دې پېښې وروسته د اسلام اباد هوايي ډګر مدیریت له پاکستاني پولیسو غوښتي چې بې پیلوټه الوتکې دې ځغاستلیکې ته دومره نږدې نه راولي چې کومه پېښه را منځته کړي.
د اسلام اباد هوايي ډګر مدیر په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو B-190 الوتکه چې د الوتنې شمېره یې UN-355H وه، تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې شاوخوا هغې بې پیلوټه الوتکې ته نږدې شوه چې درې زره او 400 فوټه لوړ پرواز یې کاوه او د ملګرو ملتونو د الوتکې د الوت ارتفاع درې زره او 700 فوټه وه.
د پاکستان د غیر نظامي هوایي چلند ادارې (PCAA) په وینا، په کومه سیمه کې چې بې پیلوټه الوتکې پرواز کاوه، هغه تشخیص شوې چې د راولپنډۍ د بحریه ښارګوټي اتم فاز و.
د یوې میاشتې په دوران کې دا دویم ځل دی چې بې پیلوټه الوتکه مسافر وړونکې طیارې ته نږدې کېږي.
د اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر عملیاتي مدیر سید افتاب علی شاه گیلانی ویلي: بې پیلوټه الوتکې نه یوازې د مسافر وړونکو الوتکو لپاره ګواښ دی بلکې که نظارتي وسایل او چاودېدونکي توکي پکې وي امنیتي اندیښنې را پیدا کوي.
د راولپنډۍ پولیسو له مشر څخه غوښتل شوي دي چې د داسې فعالیتونو د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي چې غمجنه پېښه را منځته کولای شي.
