اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت په سويډن کې د قرآن «سپکاوی او سوځونه» په کلکه ټکو غندلي دي.
دې وزارت نن (يکشنبه، ۲ د سلواغې) د يوې اعلاميې په خپرولو د سويډن له حکومت څخه غوښتي چې د دې پېښي عاملين دې مجازات کړي او په راتلونکې کې دې داسې خلکو ته اجازه نه ورکوي چې «د اسلام او مسلمانانو پر خلاف داسې وحشيانه او شرموونکي کارونه وکړي.»
راپورونه وايي چې د راسموس پالودان په مشرۍ افراطۍ ښي اړخې ډلې په سټاکهولم کې د ترکيې د سفارت پر وړاندې قرآن سوځولی دی.
عربي او اسلامي هيوادونو دا کار غندلی دی.
د تېر کال (۲۰۲۲) په اپریل میاشت کې راسموس پالودان په سویډن کې د «قران په سوځولو» سره د خلکو غوسه راوپاروله او یو شمېر هېوادونو دغه کړنه وغندله.
