اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ کې د یو کس جسد موندل شوی دی.
د احمد ولي په نامه یو عیني شاهد وایي، د یاد کس پښې او لاسونه په ځنځیرونو تړل شوي او په ډزو وژل شوی دی.
نموړی زیاتوي، د وژل شوي کس مړی یې تېره ورځ (جمعه، ۳۰ مرغومي) په یوه «دښته» کې موندلی او هویت یې تراوسه څرګند نه دی.
هڅه مو وکړه په دې اړه لغمان کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نشو.
له دې یوه ورځ وړاندې د دغه ولایت په عزیز خان کڅ سیمه کې هم یو پخوانی جهادي قومندان او د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د بشر حقوقو مدیر ناپيژانده وسله والو په ډزو وژلی و.
عام وګړي هم دا ډول مرموزو وژنو اندیښمن کړي او له طالبانو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
