هلمند کې د پنبې د تولید یوې کارخونې فعالیت پېل کړ

اطلاعات روز: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په پانګونه د پنبې د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه چې په ساعت کې د درې ټنه پنبې د تولید وړتیا لري.

د دې فابریکې مسوول رحمت الله نظري وايي، چې د پنبې د تولید دغه فابریکه یې د ۶۵ میلیونه افغانیو په پانګونه د اتوو میاشتو په موده کې جوړه او شاوخوا ۲۰۰  کسانو ته پکې په مستقیم او غیر مستقیم  ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه فابریکه په ساعت کې د درې ټنه دانه‌دارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ د ټولنې مشر غلام یحیی پښتون وايي، چې په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېرو سوداګرو د صنعت په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.

دی زیاتوي، اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۱ فابریکې فعاله شوي چې ۳۵۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

همدې حال کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو  مرستیال والي عبدالرحمن کندوزي د یادې فابریکې جوړیدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې دوی هڅه کوي چې سوداګرو ته د صنعت په برخه کې د امنیت ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

دغه راز د دې کارخوني کارګر هم خوښ دي  او وایي، چې مخکې بې کاره وو، خو اوس دلته په کار شوي او خپله ورځنۍ مزدوري کوي.

یاده دې وي چې دا په هلمند کې د پنبې د پروسېس ۴۱مه فابریکه ده چې په فعالیت پېل کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه