د پکتيکا ولايت سوداګر: پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه راته ستونزې جوړوي

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت سوداګر شکايت کوي چې پر ډېورنډ فرضي کرښه په انګور اډه کې يې پاکستانۍ غاړه دې هېواد ته د بېلابېلو توکو د صادراتو موټرونه په يوه او بله پلمه په ورځو، ورځو ځنډوي.

دوی وايي چې له دې امله يې مېوې او ځينې ژر خرابېدونکي توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.

د بار وړونکي موټر چلوونکی جمعه الدين وايي چې ياده ستونزه له څو ورځو راهيسې پيل شوې او د ټولې ورځې په جريان کې د ګوتو په شمار موټرونو ته پر کرښه د اوښتو يا رااوښتو اجازه ورکول کيږي.

نوموړي وويل: «د تجارانو مڼې او سبزي خرابيږي او يخ يې وهي، د دې مشکل د حل لپاره هيچا هم اقدام ندی کړی او تر اوسه هېڅ هم ندي شوي. مخکې به هره ورځ ډېر موټرونه تلل او راتلل، خو اوس ټول انتظار ولاړ وي.»

يو سوداګر زرين حليم ياده مسله جدي بولي او له چارواکو غواړي چې له اړوندو مسولينو سره په دې تړاو د ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي.

حليم وويل چې په کور د ننه هم پر لويو لارو له ستونزو سره مخ وي او په بېلابېلو ځايونو کې ترې په غير قانوني ډول پيسې اخيستل کيږي او پر کرښه هم مالونو ته د اجازې نه ورکولو له امله ورته مالي زيانونه اوړي.

نوموړي زياته که: «دا اوس هم دواړو خواوو ته لسګونه موټرونه ولاړ دي، دا هر يو د هر ساعت په تېرېدو تاوان کوي او د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.»

د بار وړونکو موټرونو د اتحاديې مشر سيدمحمد وايي د ستونزې پر لامل نه پوهيږي، خو د کرښې دواړو غاړو ته ګڼ موټرونه بند پاتې دي.

محمد شکايت کوي چې له يوې خوا د يادې لويې لارې خرابولي او له بلې خوا يې دا ډول ستونزې کړوي او سوداګرو ته مالي زيان اړوي.

نوموړي زیاته کړه: «د پاکستان لخوا خپلو مالونو وريژو، مالټو او نورو ته اجازه ورکول کيږي، خو د افغانستان مالونو ته له اوږده ځنډ سره هم د اوښتو اجازه نه ورکوي.»

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولين هم دا مسله اندېښموونکې بولي او وايي چې په دې اړه يې اړوندو ادارو ته خبر ورکړی، خو ستونزه تر اوسه نده حل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام دا ستونزه مني او وايي چې د يادې ستونزې د حل پر لارو، چارو بوخت دي.

د والي وياند غازي دانش وويل چې دا مسله يې پر ياده سيمه کې پر کرښه د هاغې غاړې له مسولينو او د هېواد له نورو اړوندو مرکزي ادارو سره شريکه کړې او د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

که څه هم د دواړو خواوو سوداګرو څو ځله له سياسي مسايلو د سوداګرۍ لرې ساتول او د سياسي فشار په توګه د سوداګرۍ نه استعمالولو غوښتنه کړې او پاکستان په دې اړه ژمنې کړې، خو د دې سربېره هم ياد هېواد ځينې وخت د ورته موخو لپاره پر کرښه سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه