اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال عبد السلام حنفي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيالې امينې محمد سره په ليدنه کې ويلي چې دې سازمان له تور ليست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو په ايستلو، د دې ډلې د حکومت په رسميت پېژندلو او د افغانستان د دايمي استازولۍ د چوکۍ په سپارلو کې همکاري او پاملرنه، نه ده کړې.
د حنفي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې امینې محمد په دې ليدنه کې د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز په تړاو انديښنه ښکاره کړې او غوښتنه يې کړې چې طالبان دې پر دې پرېکړه بياکتنه وکړي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې ويلي، چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو کار او فعاليت ته اړتيا ده «له همدې کبله بايد پېښ شوي مسايل د خبرو له لارې حل شي.»
د طالبانو د رییس الوزرا د مرستيال دفتر په خبرپاڼه کې د امينې محمد په وينا کښلي: «موږ له افغانستان سره د زياتې مرستې تر څنګ غواړو چې دا هيواد د نړيوالې ټولنې فعال غړی وي. د افغانستان راتلونکی د دې هيواد د نسل په روزنه او زده کړه پورې تړلی دی.»
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دغې ډلې لومړی د نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل، وروسته يې په پوهنتونو کې هم د نجونو زده کړې وځنډولې او په غير دولتي بنسټونو کې يې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرائيه رييسې سيما باهوس له حنفي سره په ليدنه کې ويلي چې له افغانستان سره مرسته د ښځو په فعاليتونو او کاري فرصتونو پسې تړلې ده.
دې ټينګار کړی چې د افغانستان له ارزښتونو او فرهنګ سره سم دې د ښځو د کار کولو لارې – چارې وپلټل شي.
د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال ويلي چې د دې ډلې حکومت د ښځو حقونو ته د اسلامي شريعت او «افغاني عنعناتو په چوکاټ کې احترام لري او په بېلابېلو برخو کې يې مثبت کارونه کړي دي.»
حنفي ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد بشري مرستې له سياسي مسايلو سره ونه تړي ځکه په دې سره زيان ښځو ته رسېږي. ده زياته کړې: «په دې لړ کې ستونزې شته دي، د خبرو او مذاکراتو له لارې به په ښه توګه حل شي.»
پر کابل د طالبانو د واکمنېدو يو نيم کال تیریږي، خو لا هم د دې ډلې حکومت تر اوسه د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه دی پېژندلی.
د طالبانو وروستيو فرمانونو چې په غير دولتي بنسټونو کې يې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه او د نجونو لوړې زده کړې یې وځنډولې، نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.
د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال ويلي چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله په ميليونونو کسان کډوال شوي او پنځه ميليونه روږدي شوي چې په اټکلي توګه يې يو ميليون ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې، چې په هېواد کې د اوږدو جګړو، بې وزلۍ او وچکالۍ له امله ډېری افغانان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
