اطلاعات روز: یو شمیر کندهارۍ میرمنې وایي، د طالبانو له لورې په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بندیر وروسته یې اقتصادي حالت خراب شوی او د روحي او رواني اړخه ځوریږي.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغې ډلې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو تړلو وروسته په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګوه چې له امله یې په ټول هیواد کې ګڼې هغه میرمنې بې کاره شوې چې د کورنۍ سرپرستانې یا ډوډۍ راوړونکې وې.
فرشته کندهار کې د يوې غیر دولتي موسېسې کارکوونکې او د خپلې لس کسيزې کورنۍ يوازينۍ سرپرسته ميرمن او مور ده.
نموړې وایي، د طالبانو له لوري په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز سره یې د هوسا ژوند کولو او د دندې بېرته ترلاسه کولو ټول امیدونه ختم شوي دي.
د فرشتې په وینا، که د طالبانو حکومت ښځو ته د کار کولو اجازه ور نه کړي نو د بې کارۍ له کبله به پاکستان ته کډواله شي ترڅو خپله کورنۍ وساتي.

ميرمن فرشته زياتوي، د خاوند له مړينې وروسته يې هيچا لاس نيوی ندی کړی او اړه شوې څو خپله کار او هڅه وکړي.
هغې اطلاعات روز ته وویل، روانه میاشت يې څو ځله رواني ډاکټرانو ته مراجعه کړې خو په خبره یې درملو او توصیه یې هیڅ اغیز نده کړې.
د دې په وينا:« کور کې هم کار نشم شروع کولای ځکه دومره پيسې نه لرم چې د خياطۍ يو ساده ماشين واخلم او د ښځو کالي جوړ کړم، پخوا مې شل زره افغانۍ مياشتنی معاش و او ما د لس نفري کورنۍ ټولې اړتياوې په ډېرې سختۍ سره پوره کولې، اوس حيرانه پاتې يم چې څه وکړم، د کلي دوکانداران هم کوم څه په پور نه راکوي.»
دغه راز د صالحې په نوم د یوه بل غیر دولتي بنسټ روعتیایي کارکونکې وایي، د دې پر ځای چې د نورو درملنه وکړي اوس خپله په رواني ناروغۍ اخته شوې او حیرانه ده چې څه وکړي.
صالحه چې د پنځه اولادونو مور ده وایي، خاوند یې د ډیرو کلونو راهیسې نادرکه دی او دا په یوازې
توګه د کورنۍ سرپرستي او اقتصادي ستونزو له روانۍ اړخه زیانمنه کړې او له ژونده ستړې شوې ده.
دې زیاته کړه، د نورو کلونو په پرتله سږکال له يوې خوا د توکو بيې لوړې شوي او له بلې خوا د دې په ګډون زرګونه ښځې هم بېکاره شوې دي.
د بېکاره شوې صالحې په خبره، چې اوس د خپلو اولادونو د تعلیم کولو، کورسونو د فيسونو ترڅنګ د خپل کور په کرايې پسې هم حيرانه ده.
دې وویل:« زه نه پوهېږم چې ولې هرکله افغانستان کې ښځې رټل کېږي، موږ دا څو ورځې کېږي کور کې د خوړلو لپاره نه لرو، پرون مې زوی د خپل ورور کور ته ولیږه چې اوړه راته په پور راوړي.»
نوموړې زياته کړه، چې حجاب يې په پوره ډول مراعات کړی او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو ورته د کار کولو اجازه ورکړل شي.

وموغوښتل چې په دې اړه د کندهار د اقتصاد رياست مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نشوو.
دغه راز کندهار کې د ميرمنو د حقوقي چارو يوه فعاله ميرمن عايشه بیا وایي، طالبان نشي کولای چې د ښځو خالي بستونه په نارينه کارکوونکو ډک کړي.
میرمن عايشه زیاتوي، له کله نه چې په موسېساتو کې د ښځو ونډه زياته شوې نو ورسره يو وخت يې فعاليتونو هم پراخه شوي او پر کاري چاپيريال يې مثبته اغيزه لرلې ده.
دې وویل:« پخوا په کلينکونو کې ښځينه کارکوونکې نه وې، معلمانې نه وې زيات شمېر کسانو د خپلو ميرمنو د عادي ناروغيو لپاره بهر ته سفر کوه، چا دلته په لور تعليم نه شوای کولای، طالبان بايد هغه وخت تکرار نه کړي، موږ بايد له دې وروسته د هېواد او ځان لپاره ډېر کار وکړو، يوازې تعليم دا هېواد ژغورلای شي نور هيڅ هم نه.»
د عایشې په خبره، لسګونه ميرمنو ورته د کارکولو ويلي، خو تراوسه نه ده توانېدلې چې يوې ميرمنې ته هم دنده ومومي.

د هغې له قوله چې د بېکاره شويو ميرمنو په منځ کې لسګونه ښځې، کونډې، اړمنې او بې سرپرسته دي چې د مرستندویه موسېساتو ترڅنګ باید طالبان هم ورته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو پردې پريکړې نيوکې کړي او د دې ډلې یې غوښتي ترڅو افغان ميرمنو ته د تعليم او کار کولو حق ورکړي او هغوی پرېږدي ترڅو په ازاده فضا کې خپلو چارو ته ادامه ورکړي.
