اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې شل تنه د وینې په لخته کیدو او څه د پاسه ۱۵۰۰ تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د دغه ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، چې یاد کسان د تېرو پنځو ورځو راهیسې د مرکز قلات په ګډون په ميزانې، شينکۍ، شاجوی او شهر صفا ولسواليو کې پر دغه نارغیو اخته شوي دي.
نموړی زیاتوي، چې د سختې یخنۍ له کبله یادو ولسوالیو کې لږ تر لږه شل تنه د پښو او لاسونو د وینې په لخته کیدو او څه د پاسه ۱۵۰۰ کسان په مرګوني تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د هغه په خبره د یادو کسانو درملنه یې پېل کړې او سیمې ته یې روغتیایي ټیمونه هم استولي دي.
حکیمې د همکارو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې دوی سره په درملو او نورو برخو مرستې وکړي.
دغه راز د زابل ولايت د لېرو پرتو ولسواليو اوسېدونکو له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی عاجلو روغتيايي او خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.
دوی زیاتوي، ددې ولايت په لېرې پرتو سيمو کې تر بل هر وخت هوا سړه شوې چې د ماشومانو، میرمنو او څارویو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې عاجلې مرستې ورته ورسوي.
