اطلاعات روز: ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د افغانستان په چارو کې د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په يوې ليدنه کې ډاډ ورکړی چې طالبان د خپلو «روسي ملګرو» مشورو ته غوږ نيسي او پر ټولګډونه حکومت، د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو پر مسايلو کار کوي.
کابلوف د تېري اونۍ په وروستيو کې کابل ته سفر کړی و.
د روسيې ټاس خبري اژانس کابل کې د دې هيواد د سفارت په قول له طالبانو سره د کابلوف د خبرو جزييات خپاره کړي دي.
له دې راپور سره سم، دواړو اړخونو د سيمهييزو مسايلو او په افغانستان کې د ثبات پر ستونزو خبرې کړې دي.
تاس ليکلي، چې متقي کابلوف ته ډاډ ورکړی دی چې د طالبانو رهبري د روسي ملګرو مشورو ته غوږ نيسي او د ټولګډونه حکومت پر جوړولو او همدا راز د ښځو او نجونو د حقونو په شمول پر بشري حقونو کار کوي.
د روسیې په سفارت کې سرچينې وايي، چې د روسيې پلاوی او طالبانو تر منځ د سوداګريزې پراختيا پر ستونزو او اقتصادي اړيکو، له روسيې څخه د وارداتو پر زیاتوالي او روسيې ته د افغانستان د صادراتو لپاره پر مناسبو شرايطو برابرولو او له تروريزم او نشيي توکو سره پر مبارزه خبرې شوې دي.
د دې سفارت په وينا، روسي ډيپلوماټانو د «بېړنۍ سولې او ملي روغي د لاسته راوړلو» لپاره د افغانستان له خلکو د مسکو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
سرچينې ويلي، چې روسي اړخ د افغانستان له اوسني حکومت څخه غوښتي چې د سولې راوستلو او د داسې مستقل هيواد جوړولو لپاره دې د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي چې له تروريزم او نشيي توکو خلاص وي.
تر دې وړاندې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د دې وزارت د سرپرست په وينا ويلي و چې روسيه «د افغانستان په بهرني سياست کې ځانګړی ځای لري.»
کابلوف هم ويلي، چې روسيه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او «نه غواړي چې لوېديځ هيوادونه پر افغانستان نقد وکړي او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.» ده زیاته کړې، چې روسيه نه غواړي چې افغانستان دې له نړيوالې ټولنې منزوي شي.
