اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې صرافان د امنیتي وضعیت له خرابوالي شکایت کوي او وایي، له امنیتي اړخه خوندي نه دي او خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د فهیم په نامه یو صراف وایي، چې په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې وسله وال غله زیات شوي چې دوی دې حالت ویرولي او حیران دي، چې څه وکړي.
فهیم زیاتوي:«له یو اړخه جلال اباد ښار کې وسله وال غله زیات شوي او د صرافانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی او له بل پلوه په کاري ساحه کې هم د امنیتي ستونزو له امله ځان خوندي نه احساسوو؛ د طالبانو له شته حکومت غوښتنه کوو چې د صرافانو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي.»
ځینې نور صرافان بیا په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار د صرافۍ په داخل کې ماین چاودنې هم ویرولي او وایي، له دې چاودنې څرګندیږي چې دوی خوندي نه دي.
حمیدخان په نامه یو صراف په دغه ولایت له طالب چارواکو غوښتنه کوي د دوی ژوندی خوندیتوب ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
حمید خان زیاتوي: «جلال اباد ښار کې د صرافانو پر وړاندې ستونزې ډیر زیاتې دي او خاص ډول په دې وروستیو کې چاودنې دلته صرافان وېرولي، هلته ګواښونه دي او دلته د طالبانو له وېرې دوکانونه نشو بندولی، موږ غوښتل یو دوه ورځې مارکېټ وتړو خو طالبانو اجازه رانه کړه.»
ځینې نور صرافان بیا وایي، وروستۍ چاودنې دومره وېرولی چې ښایي صرافي وتړي او خپلې پانګې ځینو نورو هیوادونو ته انتقال کړي.
ډېری صرافان له اندېښنو او روان حالته وېرېدلي آن دومره چې له رسنیو سره خبرو کولو کې هم د نوم له خپرولو وېرېږي.
یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، طالبان د دې پرځای چې صرافانو ته خوندي چاپېریال برابر کړي دوی اړ کوي، چې په هر ډول حالت کې هټۍ پرانیستې وساتي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلی د امنیتي وضعیت په تړاو د عامو خلکو او صرافانو اندېښنې پر ځای بولي او ډاډ ورکوي، چې صرافانو ته به ډاډمن امنیت رامنځته کړي.
