طالبان امنيت شورا ته: نشو کولای چې غير شرعي اقداماتو ته اجازه ورکړو

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې د منع په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډله نشي کولای هېواد کې غیر شرعي اقداماتو ته اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۱ غړو په يوه ګډه اعلاميه کې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بحراني» وضعيت په اړه انديښنه څرګنده کړې او له طالبانو يې غوښتي چې «ژر» دې د ښځو او نجونو په وړاندې ټول «ظالمانه اقدامات» لغوه کړي.

د طالبانو وياند نن (شنبه، ۲۴ د مرغومي) ويلي، چې د طالبانو حکومت د امنيت شورا اندېښنه درک کوي؛ خو هڅه کوي چې ټولې چارې د شريعت په رڼا کې تنظيم کړي.

مجاهد ويلي، چې طالبان د مسووليت د احساس له مخې چې « د دين او خپلو خلکو په وړاندې يې لري، نشي کولای په هيواد کې غير شرعي اقداماتو ته اجازه ورکړي.»

ده په پرلپسې ټویټونو کې ليکلي: «نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې زموږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.»

د طالبانو وياند ويلي، چې دا ډله په هره برخه کې له ديني اصولو او د افغانستان له ارزښتونو سره سم همکارۍ ته تياره ده.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته لومړی د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې، وروسته يې نجونې پوهنتون ته له تللو منع کړې او د هغه پسې یې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه.

د طالبانو دې اقداماتو نړيوال غبرګونونه له ځان سره درلودل.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۱ غړو له طالبانو په خپلو تازه څرګندونو کې له طالبانو غوښتي و، چې د ښځو او نجونو په وړاندې دي ظالمانه اقدامات لغوه کړي، له امنيت شورا سره دې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ښځو او نجونو د حقونو درناوی دې وکړي.

هغوی په خپله ګډه اعلاميه کې ويلي و، چې په بشري عملياتو کې د ښځو رول محوري او حياتي دی، ځکه دوی ځانګړی تخصص لري او هغو ټولنو ته لاسرسی لري چې د دوی نارينه همکاران يې ورته نه لري.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۱ غړو ويلي و، چې د مرستې رسولو په پروسه کې د ښځو له بشپړې ونډې پرته، غير دولتي سازمانونه نشي کولای چې د ښځو او نجونو په شمول اړمنو وګړو ته خدمات وړاندې کړي. هغوی ټينګار کړی دی چې بشرپالي فعالان بايد له جنسيتي توپير پرته بشپړ او بې خنډه لاسرسی ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه