یان ایګلنډ: د ښځینه مرسته رسوونکو له ګډون پرته به ميليونونه وګړي مرستو ته لاسرسی ونه لري

اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان ایګلنډ افغانستان ته د خپل سفر په پای کې ويلي، چې تر څو د دې بنسټ ښځينه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه ورنه کړل شي، ميليونونه وګړي به له مرستو پاتې وي.

نوموړي نن (شنبه، ۲۴ د مرغومي) پرلپسې ټويټونو کې ويلي چې له کابله وتلی دی.

يان ایګلنډ کابل ته پر دې موخه راغلی و، ترڅو طالبان قانع کړي چې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز ليرې کړي، نوموړي ليکلي: «په ډک زړه افغانستان پرېږدم. کله چې له کابله ووتلم د هوا درجه منفي ۲۰ سانټي ګریده وه. تر څو چې بيرته موږ ته اجازه راکول کېږي چې له ښځو سره يو ځای او د هغوی په وسيله کار وکړو، تر هغه وخته به ميليونونه وګړي له مرستو پاتې وي.»

يان ایګلنډ وايي، چې د ښځو پر کار د بنديز فرمان له کندهاره ورکړل شوی دی او ټاکل شوې وه چې دې ولايت ته سفر وکړي. تمه وه چې د چهارشنبې په ورځ کندهار ته ولاړ شي، خو د پنجشنبې په ورځ يې اعلان وکړ چې الوتنه يې ځنډيدلې ده.

دی زیاتوي، چې د ښځو د بيرته کار پېلولو لپاره د طالبانو نوي فرمان ته اړتيا ده.

د ناروې د کډوالو شورا او ځينو نورو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز ته په غبرګون کې درولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د ښځينه مرستندويانو پر کار بنديز د مرستو د وېش بهير سخت اغېزمن کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه