د طالبانو پر بهرنيو چارو وزارت بريد؛ د اسلامي همکاريو سازمان له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار وکړ

انځور: OIC via twitter

اطلاعات روز: د اسلامي همکاريو سازمان عمومي منشي په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر کارکوونکو بريد ته په غبرګون کې له تروريزم سره پر مبارزې ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې چې د بريد پر عاملينو دې عدالت تطبيق شي.

دې سازمان په يوه ټويټ کې لیکلي، چې عمومي منشي په دې باور دی چې په افغانستان کې د سياسي ثبات او امنيت راوستلو لپاره اړتيا ده چې په ټول هيواد کې «له هرې هغې ډلې سره مبارزه وشي چې ړوند تاوتريخوالی کوي او وينه تويوي.»

د اسلامي همکاريو سازمان عمومي منشي «د تروريزم له بېلابېلو ډولونو سره په مبارزه کې د افغانستان د ملاتړ په تړاو پر خپل ثابت دريځ ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې چې د دې بريد عاملين بايد عدالت او محکمې ته کش کړل شي.»

پرون شاوخوا څلور بجې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه وشوه.

په لومړي سر کې ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې په دې پېښه کې تر ۲۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو د بهرنيو چارو وزارت برید کې د خپلو پنځه کارمندانو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي چې نور کسان ژوبل شوي دي.

په کابل کې ايمرجنسي روغتون هم په یوې اعلاميه کې ويلي چې د چاودنې له ځايه ورته تر ۴۰ زيات ژوبل کسان ور وړل شوي او درملنه يې کېږي. دې روغتون ويلي دي چې د دې پېښي تلفات زياتېږي او اوس مهال يې دقيق شمېر نشي ښودل کېدلای.

د عراق، شام اسلامي دولت (داعش) ډلې د دې چاودنې مسووليت منلی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، له داعش سره تړلې «أعماق» خبري اژانس پر خپل ټلګرام چينل ليکلي، چې په دې ځانمرګي بريد کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماټانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې کابل کې پر طالبانو د داعش له لوري بريدونه زيات شوي. تېره اونۍ د کابل هوايي ډګر په دروازه کې يوه چاودنه وشوه، وروسته داعش ادعا وکړه چې په دې برید کې د طالبانو شاوخوا ۵۰ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه