اطلاعات روز: نږدې یو نیم کال تېریږي چې د برتانیا حکومت د شاوخوا ۲۰ زره له خطر سره مخ افغانانو د مېشتېدو ژمنه کړې وه، خو د دغه هېواد حکومت تایید کړې چې تر اوسه یې هېڅ افغان نه دی منلی.
د بريتانيا پخواني لومړي وزير بوريس جانسون د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۸مه د يوې برنامې اعلان وکړ چې د افغانستان ۲۰ زره له خطر سره مخ وګړي مني. په دې کې قاضيان، د ښځينه حقونو فعالان، محصلين، ژورنالیستان، ښځې او نجونې او قومي او مذهبي اقليتونه شامل دي.
د بريتانيا دولت هغه مهال ژمنه وکړه چې د افغانستان د وګړو د ځای پر ځای کولو په طرحه کې به لومړي کال بريتانيا ته پنځه زره کسان ځي او تر دې وروسته به «هغو کسانو ته چې اړتيا لري خوندي او قانوني لارې» برابروي.
خو د بي بي سي د راپور له مخې، د بريتانيا دولت اوس منلې ده چې له هغه وخت راهيسې تر اوسه د افغانستان د وګړو د ځای پر ځای کولو طرحې له لارې هيڅوک هم بريتانيا ته نه دي راوستل شوي.
په همدې حال کې، د بريتانيا د پارلمان استازي کارولين لوکاس د لندن اينډيپينډينټ ورځپاڼې ته په يوه لېږلې ليکنه کې د بريتانيا حکومت په ياده طرحه کې د ماتې له امله غندلی دی.
لوکاس ويلي: «دا هغه ژمنه ده چې نه يوازې ماته شوې، بلکې په زرګونو ورسره ټوټه ټوټه شوي دي. په داسې حال کې چې افغانان شکنجه کېږي. تښتول کېږي او وژل کېږي، زموږ دولت په دې لړ کې د نه پرمختګ له امله نور ژوندونه هم له خطر سره مخ کوي.»
له بله اړخه ځينې داسې راپورونه خپرېږي چې د تېر کال د سپټمبر مياشتې تر پايه په بريتانيا کې د افغانستان يوازې څلور وګړي ځای پر ځای شوي دي.
دا افراد د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کميشنرۍ (UNHCR) له خوا معرفي شوي وو. خو کومو کسانو چې د بريتانيا له دولت سره په افغانستان کې کار کاوه او يا يې له هغوی سره تړاو درلود، د هغو يو نفر هم نه دی تخليه شوی.
د طالبانو له خوا د افغانستان تر سقوط وروسته، بريتانيا د اضطراري تخليې له لارې شاوخوا ۱۴ زره کسان د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې تر پايه د کابل له هوايي ډګره يووړل، خو تر دې وروسته يې د تخليې بهير درولی دی.
