پکتیا کې یوې نړیوالې موسېسې شپږ روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې د «هدف» په نوم یوې نړیوالې موسېسې په پنځو ولسوالیو کې ۶ کلینکونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل.

په دغه ولایت کې د یادې موسېسې ولایتي مسوولینو ویلي، چې دغه روغتیايي مرکزونه یې په سیدکرم، میرزکه، پټان، ګرده څېړۍ او جانیخېلو ولسوالیو کې په هغو سیمو کې فعاله کړي چې له دې وړاندې یې ځايي خلک په روغتیا برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و.

دوی همدا راز زیاته کړې چې د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره درمل، روغتیايي پرسونل او نور اړین وسایل هم برابر کړي دي، چې څه باندې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

پکتیا کې د طالبانو د روغتیا ریاست بیا وایي، چې دوی ټولو هغو مرکزونو ته چې پخوا یې د ولسوالۍ او سیمې په کچه روغتیايي خدمات وړاندې کول په دې وروستیو کې د ځینو روغتیايي امکاناتو له کموالي سره مخ و.

د دوی په خبره، په روغتیایي برخه کې یې د نړیوالو همکاره موسېساتو په ملاتړ د یادو مرکزونو شته ستونزې هم هوارې کړې دي.

د روغتیا ریس رسنیو ته ویلي چې دوی په تېرو څو میاشتو کې ۱۷ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او هم یې د ازاد رقابت له لارې ۴۰۰ نوي روغتیايي کارکوونکي هم په دندو ګمارلي دي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست طالب چارواکي په داسې حال کې په روغتیا برخه کې د اړتیاوو د پوره کېدو خبره کوي چې لاهم د پکتیا ولایت په جانیخېلو، ځاځي اریوب، وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ، احمدخېل، شواک او ځینو نورو لېرې پرتو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه