اطلاعات روز: خوست کې ځایي سرچینې وایي، دغه ولایت کې د یوې دیني مدرسې یوه ۱۱ کلن زده کوونکي ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
خوست ولایت کې یوې ځايي سرچینې نن (سې شنبه، ۲۰ د مرغومي) اطلاعات روز ته وویل، چې یاد زده کوونکي په کور کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی دی.
د سرچینې په حواله پېښه د مرکز اړوند په «خاني خوړ» سیمه کې رامنځته شوې او ویل شوي چې د دغه زده کوونکي کورنۍ نوموړی په جبر مدرسې ته د تګ لپاره مجبوره کړی و او هغه یې په غبرګون کې په ځان وژنه لاس پورې کړی دی.
په خوست ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او ځینې نور هغه لاملونه دي چې په دې وروستیو کې یې له امله په سویل ختیځ زون کې د ځان وژنې ګڼې پېښې رامنځته شوې دي او لاهم دغه پېښې دوام لري.
