اطلاعات روز: بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست د دې ولايت عامې روغتيا ته يوه اووه مادیيزه خبرپاڼه ليږلې او غوښتنه يې کړې چې د دې ولايت په روغتيايي مرکزونو کې دې نارینه او ښځینه څانګې جلا کړي.
دې رياست همدا راز د کارمندانو او ناروغانو له خوا د شرعي حجاب پر رعايتولو هم ټينګار کړی دی.
بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست همدا راز ويلي، چې د ښځو سطحي درملنه لکه پانسمان او پېچکاري به د ښځينه ډاکټرانو له خوا کېږي او د نارينه و درملنه به د نارينه ډاکټرانو په واسطه کېږي.

په خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې د ښځينه او نارينه روغتيايي کارمندانو کاري اتاقونه دې هم جلا کړل شي.
همدا راز د ښځو او نارينه و لپاره د لمانځه د بېلو ځايونو چمتو کول، بل هغه مورد دی چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست په خبرپاڼه کې ياد شوی دی.
په ابو علی سینا بلخي روغتون کې ځينې روغتيايي کارمندان د نوم نه یادولو په شرط وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ټولو ډاکټرانو او کارمندانو ته خبردای ورکړی چې که يې له دې اوامرو سرغړونه وکړه، جدي چلند به ورسره وشي.
طالبانو په داسې حال کې د ښځينه او نارينه د روغتيايي خدماتو د بېلتون پرېکړه کړې چې د ښځينه او نارينه کارمندانو کمښت وګړو ته د خدماتو رسولو په لړ کې جدي ننګونه ګڼل کېږي.
