ننګرهار کې د پوهنتونونو تړل کیدو سره ښځینه محصلانې په رواني ناروغیو اخته شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د یو شمیر پوهنتونونو ښځینه محصلانې له طالبانو پر دوی د لګول شویو بندیزونو د لېرې کیدو غوښتنه کوي.

په دغه ولایت کې ښځينه محصلانې وایي، له کله راهیسې چې د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته د دوی په ورتګ بندیز لګیدلی زیاتره محصلانې له رواني اړخه زیانمنې شوې دي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله زینت وایي، د طالبانو له لوري ښوونیزو مرکزونو ته د ښځینه و د ورتګ له بندیز سره د نوموړې په ګډون زیاتره نجونې په رواني ناروغیو اخته شوې دي.

نوموړې د خپل راتلوونکې په اړه اندیښمنه ده او وایي، که د طالبانو بندیزونه دوام ومومي د هیواد راتلوونکی به وننګوي.

زینت زیاتوي:«له کله نه چې طالبانو پر پوهنتونونو بندیزونه لګولي زیاتره ښځینه محصلینې په رواني ناروغیو اخته شوي او لامل یې هم د راتلوونکي په اړه د دوی اندیښنه ده چې څه به کیږي؛ ځکه د طالبانو هر فرمان چې صادریږي نو اوله خبره پکې د ښځو وي زما په ګډون زیاتره محصلینې اوس په رواني ناروغیو اخته شوي غوښته کوو چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

یو بله ښځينه محصله هم ورته شکایت کوي او وایي، د پوهنتونونو له تړل کیدو وروسته زیاتره ښځینه محصلانې له رواني اړخه کړيږي چې لامل یې خپل راتلوونکي ته اندیښنه او نامعلوم برخلیک دی.

زرغونه چې د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي د دریم کال محصله ده وایي، طالبان دې پر ښځینه و د زده کړو په برخه کې وضعه شوي بندیزونه ختم کړي او نور دې پوهنتونونو ته د تګ لپاره ښځينه و ته اجازه ورکړي.

زرغونه زیاتوي:«زیاتره محصلینې چې پوهنتونونه یې رحصت شوي او طالبانو له لوري اجازه ورته نه ورکول کیږي اوس مهال په رواني ناروغیو اخته شوي او نه پوهیږي چې راتلوونکی به یې څنګه وي او دا حالت که همداسې دوام وکړي؛ نو د ټولنې په نور ښځينه و هم منفي اغیز لرلی شی او بیا به په افغانستان کې هیڅوک زده کړو ته زړه نه ښه کوي نو غوښتنه مو له طالبانو دا ده چې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د زده کړو په برخه کې دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

له هغې وروسته چې طالبانو د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو حضور منع اعلان کړ، د ایران، امریکا او قطر په ګډون په ټوله نړۍ کې ۱۸ پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه تحصیلي بورسونه اعلان کړل.

ښځینه محصلانې که څه هم د یو شمیر بهرنیو هېوادونو له خوا د سلګونه تحصیلي بورسونو له اعلانیدو خوښي ښکاره کوي، خو د ښځو د سفر په اړه د طالبانو له خوا د محدودیتونو په لګولو سره دغو تحصیلي بورسونو ته لاسرسی ناشونی بولي.

طالبانو نه یوازې دا چې د هیواد دننه یې د ښځو پر زده کړو بندیزونه لګولي بلکې تحصیلي بورسونو کې یې هم د نجونو په ورتګ کلک بندیزونه لګولي دي. انځور: اطلاعات روز

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کال محصله ذکیه وایي، په اوسنیو شرایطو کې بورسونو ته تلل ناشوني دي.

هغه وایي، اصلي ستونزه له هېواده د وتلو لپاره د محرم لرل دي ځکه طالبانو په همدې پلمه ټولې ښځې په کور دننه یرغملې کړې دي.

ذکیا زیاتوي:«په افغانستان کې خو پر ښځو د زده کړو به برخه کې بندیزونه لګول شوي خو دا به د ښځو راتلوونکی له ستونزو سره مخ کړي او که څه ځینو هیوادونو بهر ته د ښځنیه و لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل او خوشاله هم یو؛ خو ستونزه دا ده چې د طالبانو په حکومت کې بهر ته د زده کړو لپاره د ښځو تګ ستونزمن دی له طالبانو غواړو چې په هیواد دننه دې پوهنتونونه خلاص کړي.»

نوموړې له طالبانو غواړي چې ښځینه وو ته دې د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او هم ترې غوښتنه کوي چې افغان نجونې دې طالب چارواکي د خپلو سیاسي اهدافو لپاه نه کاروي.

ذکیه همداراز له بهرنیو هیوادونو هم غوښتنه کوي چې له طالب چارواکو سره دې لومړی د یو جوړ جاړي له مخې د افغان میرمنو د زده کړو پر وړاندې شته محدودیتونه لېري کړي او په وینا یې که چیرې خبرو نتیجه ورنه کړه؛ نو بیا دې پر طالبانو خپل بندیزونه لا زیات کړي څو دوی ښځینه وو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

ذکیه زیاتوی:«د پوهنتونونو له تړل کیدو وروسته ټولې افغان میرمنې او په خاص ډول محصلینې له

ناملوم برخلیک سره مخ دي، چې د دې ستونزې دحل لپاره باید نړیوال جدي اقدام وکړي او له طالبانو سره دې د خبرو له لارې دا ستونزه حل کړي اوکه بیا ونشو نو نړیوال دې پر طالبانو بندیزونه نور هم زیات کړي چې څو طالب چارواکي مجبور شي چې پر ښځینه و خپل بندیزونه کم او یا یې پای ته ورسوي.»

ننګرهار کې ښځینه محصلانې داسې مهال د پوهنتونونو له تړل کیدو وروسته له رواني اړخه کړیږي، چې  څو اوونۍ وړاندې د طالبانود لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو تړل کیدو لاملونه د ښځینه محصلینو له لوري د اسلامي حجاب نه مراعات کول، له نارینه محرم پرته درسي ټولګیو ته تلل، له نارینه محصلینو سره په یوه ټولګي کې کیناستل او همداراز له محرم پرته نجونو له یوه ولایته بل ته سفر کول یاد کړي وو.

د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو په ورتګ بندیز په هېواد دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شو او د ملګروملتونو سازمان چارواکو او یو شمېر هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه