اطلاعات روز: د بريتانيا پخواني لومړي وزير ګوردون براون له مسلمانو هيوادونو غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو ځپل «اسلام ته د سپکاوي» په توګه وغندي.
نوموړي دا څرګندونې له سي ان ان سره د خبرو پر مهال کړې دي.
براون چې د نړيوالو زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی، په افغانستان کې يې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شويو بنديزونو ته په اشاره ويلي: «نړۍ بايد له خوبه را ويښه شي او د مسلمانو هيوادونو په ملتيا چې د ښځو د زده کړو پر ارزښت باور لري، طالبان وهڅوي چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه خپل نظر بدل کړي.»
نوموړي له هغو هيوادونو چې وګړي يې مسلمانان دي لکه متحده عربي امارات، عربستان، قطر او اندونيزيا څخه غوښتي دي چې طالبانو ته دې دا روښانه کړي چې د دوی د پرېکړې مخالف دي.
له نړيوال مخالفت او پراخو بنديزونو سره – سره طالبان نه يوازې دا چې د ښځو د زده کړو او کار په تړاو له خپلې پرېکړې پر شا شوي نه دي، بلکې په وروستيو ورځو کې يې خپل دريځ نور هم سخت کړی دی. په دې لړ کې يې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې ښځينه پلورونکو ته وخت ټاکلی چې تر يوې اونۍ دې خپل دوکانونه وتړي.
