ننګرهار کې څه باندې ۶۰۰ یتیم او بیوزله ماشومان له حرفوي زده کړو فارغ شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولین وایي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د (HHRD) موسېسې په مرسته ۶۱۶ ماشومان په بېلابېلو کاري برخو کې وروزل شول.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فرید الله حقاني وایي، یادو بیوزله او یتیمو ماشومانو ته په خياطۍ، مبايل ترمیمولو، ترکاڼۍ، سافټویر انجينرۍ او د کمپيوټر، انګليسي او CV ليکلو برخو کې مسلکي روزنه ورکړل شوې.

نوموړی وایي، په فارغو شویو زده کوونکو کې هغه یتیم او بیوزله ماشومان شامل دي، چې له دې وړاندې یې په ښار کې د ډیر فقر له امله سوال کاوه او زیاتره یې په درنو کارونو بوخت وو.

حقاني زیاتوي، یادو ماشومانو ته له فراغت وروسته کاري وسایل هم ورکړل شول ترڅو د خپلو کورنیو د ورځنيو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.

نوموړی وایي، تردې دمه یې ۲۳۰۵ تنو ماشومانو ته حرفوي زده کړې ورکړي او په روان کال کې یې له ډلې سلګونه تنه فارغ شوي دي.

د کاراو ټولینزو چارو رییس همداراز وایي، اوس مهال په یاده ریاست کې د ځینو همکارو موسېسو په مرسته دیرش میرمنو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، خامک او یو شمیر نورو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کیږي.

هغه ټینګار کوي او وایي، هڅه کوي میرمنو ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې کارې زمینې برابرې ترڅو میرمنې د کورني اقتصاد له اړخه پر ځان بسیا شي.

شفیق الله چې پلار یې د تیر حکومت پرمهال د افغان فوځ په لیکو کې وژل شوی او اوس یې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خوښې څرګندوي چې د حرفوي زده کړو په برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې وه.

هغه وایي، له تیرو څو میاشتو راهیسې د خیاطۍ په برخه کې کار کوي وایي؛ نه یې د کسب زده کړو وس درلود او نه یې کورنۍ ته د ورځنیو اړتیاوو برابرولو لپاره کومه لاره لرله. خو په خبره یې، اوس کولای شي د خپل لاس په مزدورۍ د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره او چا ته د مرستې لاس اوږد نه کړي.

دننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلوماتو له مخې چې په تیر یوه کال  کې یې سلګونه ښځینه او نارينه و ته په مختلفو برخو کي روزنه ورکړي ده او لا هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو په برخه کې پېل شوې لړۍ دوامداره وساتي او په پلان کې لري چې په روان ۲۰۲۳ کال کې ګڼ شمېر نورو بیوزله او یتیمو ماشومانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه