اطلاعات روز: خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې ګاز نیونې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
په دغه ولايت کې يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته په لېږل شوي پيغام کې ویلي، چې ياده پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۱۴ د مرغومي) د خوست بازار اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په حواله په دغه پېښه کې د يو پلار په ګډون د شپږو او لسو کلنو ترمنځ دوه کوچنۍ نجونو او يو کوچني هلک ژوند بایللی دی.
روان کال دا په خوست ولايت کې لومړۍ پېښه ده چې د ګازي بخارۍ د استعمال له امله مړينه رامنځته کوي، خو له دې ور اخوا بيا سږ کال د بې احتياطۍ له امله په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د څو پېښو په لړ کې د نور زيان سربېره په يوه پېښه کې ناوې او خاوند هم مړه شوي و.
